Breaking

د اسټراليا جنوبي ايالت د کرونا ويروس پيښو کابو کولو لپاره د سختو بنديزونو اعلان وکړ

له نن شپې وروسته د اسټراليا جنوبي ايالت کې د کوويډ-۱۹ نوو پيښو کابو کولو لپاره به شپږو ورځو لپاره هر څه بشپړ ډول سره بندي وي.

South Australian Premier Steven Marshall.

South Australian Premier Steven Marshall. Source: AAP

د اسټراليا جنوبي ايالت حکومت اعلان وکړ چې د نوو پيښو کابو کولو لپاره به شپږو ورځو لپاره هرڅه بند کړي.

ياد ښار کې د نوو پيښو ډيريدلو ويره شتون لري او له يوې پيښې څخه ۲۲ نور کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ځينو نورو اخته کيدو ويره شتون لري.

پوهنتونونه، پب، کافي شاپ او خواړو ځايونه به خپل فعاليت شپږو ورځو لپاره بندوي او بله خوا ښوونځي به بشپړ ډول سره تړل کيږي.

له نن شپې وروسته به ښوونځي يوازې هغو ماشومانو پر وړاندې پرانيستې وي د کومو والدين چې ضروري کارونو لرلو لپاره له کوره بهر وځي.

د اډيليډ ښار لرې پرتو سيمو ته سفر کول، ودونه او هم جنازې مراسم به شپږو ورځو لپاره بشپړ ډول سره بند وي او بله خوا د زړو کسانو مرکزونه به هم د خلکو پر مخ تړل کيږي.

جنوبي اسټراليا ايالت کې ټول خلک بايد له مخ پټولو ماسک سره له کوره بهر ووځي.

دا بنديزونه له هغه وروسته لګول کيږي چې د اډيليډ ښار شمال ته د نوو پيښو شمير ۲۲ تنو ته لوړ شوی.

د ياد ايالت مشر سټيون مارشال نن خبريالانو ته وويل،" د ياد ايالت چارواکي د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي لپاره له وخت څخه مخکې او هم سخت تدابير وړاندې کوي."

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکلين له جنوبي ايالت سره خپل پولې نه تړلو پريکړه کړې ولې له ياد ايالت اوسيدونکو څخه يې غوښتي ترڅو جنوبي ايالت ته خپل سفر کول وځنډوي.

د ااسټراليا فدرال حکومت اډيليډ کې حالت له نږدې څاري او د اسټراليا پوځ تيارۍ نيسي ترڅو اډيليډ ښار ته سفر وکړي او د نوو پيښو کابو کولو لپاره له امنيتي چارواکو سره همکاري وکړي.

 


شریکول
خپور شوی 18/11/2020 په 2:40pm
اپډیټ شوی 18/11/2020 په 2:43pm
سرچینه: AAP, SBS