Key Points
- د معالجوي توکو اداره (TGA) د پاراسیټامول محصولاتو پلور په اړه لنډمهاله پریکړه خپره کړې.
- يادې ادارې وړاندیز کړی چې په سوپر مارکیټونو کې او په دواخانو په الماریو کې موجود د بسته اندازه بايد محدوده شي.
- لوی مقدار به یوازې په درملتونونو کې د کاونټر شاته شتون ولري
د پاراسیټامول محصولاتو بسته اندازه لکه پاناډول ممکن د ۲۰۲۴ کال جون لومړۍ نيټې څخه کوچنۍ شي.
دا پريکړه په اسټراليا کې د معالجوي توکو ادارې (TGA) لخوا د لنډمهاله سپارښتنې سره سم پلي کيږي.
TGA د پاراسټامول محصولاتو پلور په اړه د خپل لنډمهاله پریکړه خپره کړه ولې بيا نور هغه ډیر متضاد وړاندیزونه يې رد کړل په کومو کې چې ويل شوي ول چې د پاراسټامول د پیرودونکو عمر محدود شي يا مشتريانو ته يو ټاکل شمير پاراسټامول ورکړل شي.
پرځای یې، TGA وړاندیز کړی: په سوپر مارکیټونو او نورو پلورنځیو کې د پیراسیټامول کڅوړې ۱۶ ټابلیټونو یا کپسولونو ته راټیټ شي ځکه اوس په پاکټ کې ۲۹ تابليتونه وي، او بيا لويې کڅوړې چې ۱۰۰ تابليتونه لري هغه ۳۲ ته راکميږي.
تر ۱۰۰ ټابلیټونو یا کپسولونو پورې نور لوي کڅوړې به یوازې د درملتون کاونټر شاته شتون ولري.

Australians wanting to buy larger quantities of paracetamol will have to get these from behind the counter at a pharmacy under proposed changes by the TGA. Source: AAP
دا پریکړه د TGA لخوا د یو خپلواک متخصص راپور وړانديز تعقیبوي ځکه يادې پلټنې موندلي چې خلک په قصدي ډول ډیر پاراسټامول کاروي.
هر کال شاوخوا ۵۰ اسټرالیایان د پاراسیټامول د ډیر خوراک له امله مړه کیږي او شاوخوا ۲۲۵ په روغتون کې بستر کیږي.
د ناروغانو او مړو کسانو شمير کې ډير ځوانان شامله دي.
د راپور په موندنو کې دا هم شامله وه چې ځيني وختونه د ځينو کسانو په وجود کې نشه يي توکو شتون سره بيا دوی د هغو نورو تابليتونو کارونه ډيره کوي کوم چې په ډير شمير په کور کې موجود وي نو همدې له امله د پاراسټامول کارول له نورو درملو ډير وي او خلک له حد څخه ډير دا درمل کاروي.
د TGA اداره وړاندیز کوي چې د بسته بندي اندازې کمول به احتمال په کورونو کې د پاراسیټامول په ټوله کې مقدار کم کړي.
د پریکړې په کولو کې، TGA نور انتخابونه رد کړل پشمول د 18 کالو څخه پورته عمر لرونکو ته د پاراسیټامول پلور محدودول، دا ومنله چې دا احتمال لري د ډیر خوراک کولو چلند باندې محدود اغیزه ولري او په خپلواکه توګه ژوند کولو ځوانانو باندې اغیزه وکړي.
دا دا هم ومنله چې په پرچون ترتیباتو کې د پلورل شوي پیکونو شمیر محدودیتونو پلي کولو سره د پام وړ ننګونې شتون لري، په هرصورت TGA به پرچون پلورونکي وهڅوي چې په یو وخت کې یو واحد پیک ته پلور محدود کړي.

Consumers wanting to buy paracetamol such as Panadol in supermarkets could be restricted to purchasing packs of 16 tablets. Source: AAP / Dan Peled
اغلې وايي، د کڅوړو د اندازې کمول به د ډیر کارونې ستونزه حل کړي ولې له هغه ډير اسټراليايانو ته د درملو سم کارونې پوهاوي اړتيا ده.
هغې وویل: "موږ په کورونو کې د ۸۰ لسیزې راهیسې د درملو المارۍ تل پرانيستې پريښي ولې اوس ددې اړتيا ده چې دا المارۍ بندې شي."