اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ واکسين نوی پړاو له نن څخه پيل شو او شپږ ميليونه اسټراليايان پدې پړاو کې وړ کسان دي ترڅو واکسين ترلاسه کړي.
لومړي پړاو B کې ټول هغه کسان چې عمرونه يې له ۷۰ کلونو ډير وي کولی شي واکسين ترلاسه کړي.
بل هغه کسان چې کارونه يې له خطر سره مخ مل وي او يا عاجلې برخې کار کوونکي دي هغوی هم کولی شي واکسين ترلاسه کړي.
د اسټراليا مشر ډاکټر مرستيال مايکل کيډ وايي، دا يو مهم پړاو دی او له ۷۰ کلونو ډير عمر لرونکي بايد له نن څخه پيل تر راتلونکو مياشتو واکسين شي.
د اسټراليا حکومت لخوا له ۱۰۰۰ ډير ډاکټران او ۳۵۰۰ کلينيکونه غوره شوي ترڅو خلک راجسټر او واکسين کړي.
حکومت وايي، په شرايطو برابر کسانو ته به حکومت ټليفون کوي او يا پيغام استوي ترڅو واکسين لپاره يې راجسټر کړي.
اسټراليا کې ډاکټران به خپل زاړه ناروغه کسانو سره اړيکه ټينګوي ترڅو يې واکسين ته دعوت کړي.
ډاکټر کيډ وايي، ټول خلک بايد له صبر څخه کار واخلي او کله يې چې د واکسين کيدو وار رسيږي نو هغه موقع دې له لاسه نه ورکوي.
اسټراليا کې د زکام واکسين تطبيق چارې هم پيليدونکي دي. د کويډ-۱۹ او زکام واکسين ترلاسه کولو ترمينځ د ۱۴ ورځو انتظار مودې وړانديز کيږي.