نيو ساوت ويلز ايالت کې له سبا وروسته سيکان نشي کولی مذهب له مخه ښوونځي ته چاړه يوسي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې لدې وړاندې سيک مذهبو زده کوونکو ته اجازه ورکول کيده چې مذهبي اړخه ښوونځي ته چاړه يوسي.
سيکان مذهب له مخه له ځان سره وړې چړې ګرځوي، بله خوا د سيدني ښار شمال لويديځ سيمې Glenwood ښوونځي کې ادعا کيږي چې د يو سيک مذهبه زده کوونکي په چاړه بل زده کوونکی څو وارې وهل شوی.
د سيکانو ټولنې مشران بيا وايي، چې ايالتي حکومت له ياد بنديز وړاندې بايد له دوی سره سلا مشورې کړې وای او سيکان وايي، اسټراليا کې د مذاهبو لخوا خپل رسمونو پر ځای کولو آزادي شتون لري.
چرنجيت سينګ د Turban 4 Australia خيريه ټولنې غړی دی او وايي،د نيو ساوت ويلز ايالت لدې پريکړې څخه حيران دی.

The kirpan is a type of ceremonial knife carried by the Sikh community as an article of their faith. Source: SBS
" په چاړه وهلو پيښه يوه بده پيښه وه چې بايد نه وای شوې، ولې حکومت لخوا پر چړو ګرځولو بنديز لګولو څخه مخکې بايد سيک مذهبه ټولنو سره سلا مشورې شوی وای."
نيو ساوت ويلز ايالت کې له سبا چهار شنبې د مې مياشت ۱۸ نيټې وروسته هيڅوک نشي کولی چې ښوونځي ته له چاړه سره داخل شي.
ښاغلی سينګ وايي، د سيک مذهب پلويانو لپاره د چاړه ګرځول يو له مهمو مذهبي کړنو څخه ده او د چړو نه ګرځول به سيک مذهبه زده کوونکو پر رواني حالت ناوړه اغيز وکړي.
د سيکانو ټولنې مشران وايي، سيکان له چړو ګرځولو څخه منع کول د هغوی پر وړاندې توپيري چلند مخه نشي نيولی.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشره ګلاديس بريجيکلين وايي، ښوونځيو ته د هر ډول وسلې وړل او د هر دليل له مخه د منلو نده او بايد يې مخه ونيول شي.