د اسټراليا ملي ورځ په اړه لنډ معلومات

د اسټراليا ملي ورځ نولسمې پيړۍ پيل کې رامنځته شوه. ولې پدې ورځو کې ډيري اسټراليايان ياده ورځ لمانځلو سره د بومي خلکو پر تاريخ رڼا اچوي اوهم د هغو کلتور او تاريخ ته درناوی کوي

Australia Day Cupcakes

Lamington Topped Cupcakes, from an Australia Day BBQ. Source: iStockphoto

د اسټراليا ورځ
'Founding Of Australia' oil painting by Algernon Talmadge
'Founding Of Australia' -painting by Algernon Talmadge. Captain Arthur Phillip raises flag to declare British possession at Sydney Cove, Australia, 26 Jan 1788 Source: Hulton Archive
د اسټراليا ملي ورځ د جنوری په ۲۶ نيټه د لومړنيو اوروپايانو راتګ ورځ لمانځنه کيږي کوم چې په کال ۱۷۸۸ کې لومړي ځل لپاره د کپتان  Arthur Phillip په مشرۍ اسټراليا ته راغلل او د انګلستان بيرق يې پر اسټراليايي خاورې ورپاوه.

 

د اسټراليا ملي ورځ رخصتي
Children play cricket on Bondi Beach
Source: AAP
تر کال ۱۹۹۴ پورې د جنوری ۲۶ ملي رخصتي نه ګڼل کيده او لومړي ځل لپاره په همدې کال ياده ورځ په ټول اسټراليا کې رخصته اعلان شوه او هم په يو وخت کې ولمانځل شوه.

په ياده ورځ ډير خلک د ټولنو جوړو شوو غونډو ته ورځي او هم کورنيو سره وخت تيروي.

د اسټراليايي طابعت اخيستلو مراسم



 ډيرو خلکو لپاره د طابعت ترلاسه کولو وروستی کار دا وي چې دوی د ژمنې لوړه وکړي.

تاسې طابعت ترلاسه کولو په اړه لا ډير معلومات د مهاجرت له ويپاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.

د يرغل ورځ
People marched throughout the nation on Australia Day 2016, and called for it to be renamed 'Invasion Day'
People marched throughout the nation on Australia Day 2016, and called for it to be renamed 'Invasion Day' Source: AAP
ډيرو اسټراليايانو لپاره په ځانګړي ډول ابوريجينال او ټوريس سټريټ الينډرز لپاره د جنوری ۲۶ د خوښی ورځ نده بلکې دوی ياده ورځ د يرغل ورځ ګڼي او وايي چې له دوی څخه ددوی ځمکه نيول شوې..

 د ماتم ورځ
Day of Mourning 1938
Picture: AIATSIS Source: Supplied
د ماتم ورځ

ويليم کوپر

په کال ۱۹۳۸ کله چې د اسټراليا ملي ورځ لمانځل کيده نو لومړي ځل لپاره  چې د بومي اسټراليايانو د ټولنې استازيتوب يې کاوه ياده ورځ يې د ملي ماتم ورځ اعلانه کړه او مظاهره يې وکړه..

 

 

ياده ورځ کې د بومي اسټراليايانو تاريخ او هم پر دوی چې کوم ظلمونه تير شوي ول يادونه وشوه او هم دا چې د حکومت لخوا دوی څومره خپګان سره مخ شوي او دا چې بومي اسټراليايان خپلو کورونو څخه ويستل شوي او له هغو څخه يې ژبه او کلتور اخيستل شوی له دې ټولو څخه يادونه وشوه.

 

دا ورځ ولې بايد بدله شي؟

 د يادې ورځې ټاکنه د ډيرو خلکو انديښنې ځکه پارولي چې پر همدې ورځ اسټراليا باندې يرغل شوی.

د نړۍ نور هيوادونه خپلې ملي ورځ يا د ازادې په ورځ لمانځي او يا هم کومې بلې ځانګړې ورځ باندې ولې اسټراليا کې بيا دا ورځ د يرغل په ورځ لمانځ کيږي نو ځکه د اسټراليا ملي ورځ بدليدو غوښتنه کيږي.

 

Australia Day protest
An Australia Day protest on January 26, 2016. Source: AAP

Read more information here.



شریکول
خپور شوی 6/02/2017 په 3:28pm
اپډیټ شوی 6/04/2017 په 4:39pm