هغه کورنۍ کوم چې له ۲۰ کلونو کم عمره ماشومان لري او د ماشومانو واکسين يې په بشپړ ډول کړی وي هغو ته حکومت خپلي مرستې جاري ساتي او پرې هيڅ ډول بنديز نه لږول کيږي
دا واکسينونه بايد د اسټراليا د واکسين ملي پروګرام کې ثبت او راجسټر شوي وي.
Image: Centrelink – AAP

(AAP Image/Dave Hunt) NO ARCHIVING. Source: AAP
هغه ماشومان چې روغتيايي ستونزو له وجې نشي کولی چې واکسين شي د هغو کورنۍ بيا د حکومت بدنيزونو سره نه مخيږي.
Image: Children – Public Domain Pixabay

Children by Public Domain Source: Public Domain
هغه کورنۍ کوم چې خپل ماشومان د کوم روغتيايي دليل پرته نه واکسين کوي پر يادو کورنيو به د حکومت ځيني مالي مرستې بنديږي..
Image
هغه کورنۍ چې له ۲۰ کلونو کم عمر ماشومان لري او له حکومت څخۀ فاميلي مرسته ترلاسه کوي او بيا دا کورنۍ دې ته اړ دي چې بايد واکسين وکړي نو د Centrelink لخوا ورته خبرداری ورکول کيږي.
Image
Image: AUD – AAP
هغه کورنۍ چې له ۱۰ کلونو واړه ماشومان لري هغوی کولی شي چې په وړيا ډول خپل د ماشومانو واکسين بشپړ کړي.
د اسټراليا ټول ايالتونه او سيمې د واکسين کولو وړيا بشپړولو پروګرامونه لري ولې ياد پروګرامونه هغو ماشومانو لپاره وي د کومو عمر چي له ۱۰ کلونو څخه کم وي.
Image
Image: Family – Getty images
لا زياتو معلوماتو لپاره له څخۀ کتنه وکړئ.
که د ژبې ستونزه لرئ نو په ۱۳۱۴۵۰ شميرې اړيکه ټينګه کړئ او ياد خدمتونه په اونۍ کې ۷ ورځې د ۲۴ ساعتو لپاره تر لاسه کولی شئ.
د روغتيا نړيواله اداره: واکسين کول په نړۍ کې هر کال ۲څخه تر ۳ ميليونه کسان له تيتانوس، ټوخله، او شري ناروغې څخه ژغوري. ياده اداره وايي چې واکسين کول له هر څه ډير ارزانه او له بدو ناروغيو څخۀ ژغورنه ده.
د روغتيا نړيوالې ادارې په اړه تاسې له ويبپانې څخه معلومات ترلاسه کولی شئ.