سوپر انيويشن په لسو ټکو کې

سوپرانيويشن يو اوږدمهاله پانګونه ده چې ستاسو کاري اداره ستاسو حساب کې پيسې اچوي ترڅو تاسې يي خپل تقاعد وروسته وکاروئ. سوپر انيويشن مو تاسو ته په لسو ټکو کې واضع کړی...

Businessman standing in hoops in desert back view full length

Businessman standing in hoops in desert back view full length Source: AAP

۱: څوک سوپر انيويشن لپاره وړ کسان دي؟

دا مهال د هر کارکوونکي اداره يا کمپنۍ خپل کاريګر تنخوا کې هر ځل د کاريګر د تنخوا ۹.۵ سلنه يې سوپر انيويشن حساب کې اچوي ..
Office workers leaving conference room long exposure
Office workers leaving conference room long exposure Source: AAP

۲:ځيني کار کوونکي کيدای شي بيلابيلو دلايلو له مخه سوپر انيويشن تر لاسه نه کړي.

هغه کار کوونکي چې بيلابيل نيمه وخت کارونه ترسره کوي او يوه مياشت کې له ۴۵۰ ډالرو څخه لږه تنخوا ترلاسه کوي هغه بيا نشي کولی سوپر انيويشن تر لاسه کړي..
Teenage supermarket employee
Teenage supermarket employee Source: AAP

۳: هغه کسان چې نورو ته زده کړه ورکوي او يا هم روزنې برخې کې کار کوي او د مياشتې ۴۵۰ ډالرو څخه ديره تنخوا لري، هغوی بيا ددې وړ دي چې سوپر انيويشن ترلاسه کړي.

Trainee steelworker Taylor Rainik at One Steel in Melbourne, Tuesday, April 30, 2013. (AAP Image/Julian Smith) NO ARCHIVING
Trainee steelworker Taylor Rainik at One Steel in Melbourne, Tuesday, April 30, 2013. (AAP Image/Julian Smith) NO ARCHIVING Source: AAP

۴: ستاسو سوپر انيويشن پيسې څوک اداره کوي؟

بانکونه، د بيمې کمپنيانې دا هغه ادارې دي کوم چې ستاسو د سوپر انيويشن پيسې اداره کوي او خپلو پلانو سره سم پرې پانګونه کوي، پدې پانګونه کې بيلابيلې لاري دي چې لږ او ډير خطر پانګونې له مخه پرې کاروبار کيږي..
A tourist points at the Australian Stock Exchange (ASX) indicator board in Sydney on Friday, April 1, 2016. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING
A tourist points at the Australian Stock Exchange (ASX) indicator board in Sydney on Friday, April 1, 2016. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING Source: AAP

۵: کارکوونکي کولی شي چې خپل په خوښه سوپر حساب لپاره کمپنۍ يا اداره غوره کړي.

که چيرې کار کوونکي خپل د سوپر لپاره کومه اداره غوره نه کړي نو بيا هماغه کمپنۍ چې له کومې بلې بيمې کمپنۍ سره حساب لري د کار کوونکي حساب هم هماغه ځي کې پرانيزي.

ډيري وخت کار ورکوونکې ادارې دا اختيار تاسو ته درکوي چې خپل په خوښه حساب پرانيزئ.. که چيرې تاسو خپل د سوپر حساب ښه پلان او سمې کمپنی سره نه وي پرانيستی نو کيدای شي ستاسو تقاعد پورې تاسې په لکهاوو پيسو تاوان وکړئ.
Australian dollars in Sydney, Friday, Jan. 15, 2016. (AAP Image/Joel Carrett) NO ARCHIVING
Australian dollars in Sydney, Friday, Jan. 15, 2016. (AAP Image/Joel Carrett) NO ARCHIVING Source: AAP

۶: که چيرې تاسې خپل سوپر کې خپل له جيبه پيسې واچوئ نو ډيره ګټه ترلاسه کولی شئ.

ياد کسان چې خپل له جيبه خپل سوپر کې لا نوره پيسه اچوي نو حکومت ورته بونس يا اعضافي پيسې ورکوي..

۷: حکومت هغه کسانو ته لا ډيره پيسه ورکوي کوم چې لږ يا په مينځنۍ کچه د عايد لرونکي وي.

هغه کار کوونکي کوم چې د کال له ۵۱ زرو ډالرو لږه تنخوا لري او هم دوی خپل سوپر حساب کې خپل له جيبه پيسې اچوي نو حکومت ورته هر کال ۵۰۰ ډالر ډيرې پيسې ورکوي ترڅو له دوی سره مرسته وشي..
Men using calculator in factory
Men using calculator in factory Source: AAP

۸: بيلابيل د سوپر حسابونو پرانيستل تاسو ته ګټور نه ثابت کيږي

که چيرې تاسې بيلابيل د سوپر انويشن حسابونه لرئ نو بيا تاسې کيدای شي اعضافي فيس ورکړئ او يو حساب به له تاسو سره مرسته وکړي چې خپل حساب ښه اداره کړئ.
Young man dealing with home finances
Young man dealing with home finances Source: AAP

۹: هغه عمر کوم کې چې تاسې خپل سوپر انيويشن پيسو ته لاسرسی موندلئ شئ.

اوسمهال دا عمر ۵۷ کاله دی او ستاسو د تقاعد عمر کيدای شي چې ۷۰ کلونو ته لوړ شي.

Senior Couple sitting among flowers at plant nursery portrait
Senior Couple Shopping for Plants Source: AAP

۱۰: آيا هغه کسان کوم چې له اسټراليا څخه باهر پيدا شوي وي هغوې خپل پيسې له اسټراليا څخه باهر لږولی شي؟

تاسې بايد يو غوښتنليک ورکړئ او هغې کې دا وواياست چې تاسې غواړئ خپلې پيسې خپل هيواد کې ولږوئ نو بيا له هغه وروسته تاسې خپلې پيسې له اسټراليا څخۀ باهر هم لږولئ شئ.
A stock image of an elderly man in Brisbane, Wednesday, April 27, 2016.(AAP Image/Glenn Hunt) NO ARCHIVING
Overseas born senior citizen Source: AAP

د اسټراليا د ماليې ادارې کې تاسې هر ډول معلومات ترلاسه کولئ شئ.


شریکول
خپور شوی 17/05/2016 په 2:05pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 4:01pm
لخوا Ildiko Dauda, Abdullah Alikhil