پيښور په جومات کې د چاودنې وروسته د ژوندي پاتې کسانو لټون جريان لري او تر اوسه ۸۳ کسان وژل شوي

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، دا چاودنه د پولیسو په یوه جامع جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال وشو.

Split image of rubble and a man crying.

At least 61 people were killed and more than 100 injured by a bomb blast during afternoon prayer in Pakistan's northwest province of Peshawar. Source: Getty

Key Points
  • At least 61 people have died in a mosque and more than 150 injured in a police headquarters in Peshawar, Pakistan.
  • A surviving police officer said the screams of his fellow colleagues are "echoing" in his mind.
  • Nobody has claimed responsibility for the attack as the rest of the country is placed on high alert.
د سلګونو مسلمانانو لپاره په عبادت ځای کې د لمانځه او آرامۍ یوه شیبه، ولې څو ثانیې وروسته چاودنه، تور لوګي، د خښتواو ډبرو ټوټې او ښخ شوي جسدونه.
دا هغه دردونکې شېبې وې چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پولیسو په یوه مرکز کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال بمي چاودنه وشوه چې له امله یې تر ۸۳ کسان ووژل شول او۱۵۰ څخه ډير نور ټپیان شول.
ډېری وژل شوي کسان د پېښور په ښار کې د پولیسو افسران وو.
People carry body on a stretcher.
People carry the body of their relative, who was a victim in the attack inside a mosque. Source: AAP / Muhammad Sajjad/AP
شاهد علي په جومات کې یو له هغو افسرانو څخه و چې په برید کې ژوندی پاتې شو. هغه وویل دا یوازې څو ثانیې وروسته له هغه وشوه چې امام د لمانځه د پیل غږ وکړ.

٤٧ کلن شاهد وويل: "ما وليدل چې تور لوګي اسمان ته پورته کېده، زه د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په منډه ووتم."

"د خلکو چیغې لاهم زما په ذهن کې گونجیږي."

تياره شوه او سړه هوا هم و نو نور سړي کنکریټ لاندې بند پاتې وو او د کانکریټ درزونو له لارې لیدل کیدل.

په جومات کې د شپې له خوا د ژغورونکي عمليات دوام درلود، ځخه د احتمالي ځانمرګي برید له امله ټول دیوال او د هغې چت ځيني برخې نړیدلي.

له ملبې څخه نور جسدونه را ایستل کیږي، ولې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي.
LISTEN TO
What are the demands of Pakistan government and TTP?  image

آيا پوهيږئ پاکستاني طالبان سولې لپاره کوم شرايط وړاندې کړي؟

SBS Pashto

04:53
د پیښور د پولیسو مشر محمد اعجاز خان وویل، "ډیری پولیس د خښتو او ډبرو لاندې ښخ شوي دي، اټکل کیږي د ۳۰۰ او ۴۰۰ ترمنځ افسران معمولا په لمانځه کې ګډون کوي. "
چارواکو ویلي، چاودنه د عبادت کوونکو له دویم کتار څخه شوې، پلټونکي د ځانمرګي برید د احتمال په لټه کې دي.

Lines of coffins lined up with Pakistani flags and wreaths.
Security officials gather for funeral prayers of police officers, who were killed in the bombing inside a mosque. Source: AAP / AP
لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې ویلي، ترهګر غواړي هغه کسان په نښه کړي چې د پاکستان د دفاع دنده ترسره کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

شریکول
خپور شوی 31/01/2023 په 4:05pm
لخوا SBS Pashto
سرچینه: AFP, SBS