ولې د اسټراليا لومړي وزير پر موټر د وينو رنګ وشيندل شو؟

د اسټراليا لومړي وزير نن د کونيزليند پوهنتون څخه ليدنې پر مهال د کډوالو مدافعينو له مظاهرې سره مخ شو او مظاهره کوونکو يې پر موټر د جعلي وينو رنګ وشينده.

The Prime Minister's car is seen smeared in fake blood at the University of Queensland

موتر اسکات موریسن در دانشگاه کوینزلند Source: AAP

د اسټراليا لومړی وزير د امنيتي کسانو لخوا د پوهنتون له ودانې څخه په بيرې د پوليسو موټر کې وويستل شو.

د کډوالو مدافعينو د لومړي وزير پر موټر جعلي وينو رنګ تويولو سره پناه غوښتونکو پر وړاندې د هغه پاليسي وغندله.

ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونو کې ښودل کيږي چې د کوينزليند پوهنتون ځيني ديوالونه هم پر سور رنګ رنګ شوي.
مظاهره کوونکو شعارونه په لاس کې لرل او پر هغو ليکل شوي ول ( ما وبښه چې زه کښتۍ له لارې راغلی يم او پناه مې غوښتې.

داسې شعارونو سره د کوينزليند ايالت پوهنتون پر شاوخوا ديوالونو لګول شوي ول.
ويډيو کې ليدل کيږي، يو شمير مظاهره کوونکي د کډوالو خوشې کولو نارې وهي او غواړي له لومړي وزير سره خبرې وکړي.

A security guard is seen guarding a door that has been smeared in fake blood
محافظ امنیتی در حال محافظت از دری که به روی آن بنر خونین معترضان چسپانده شده است. Source: AAP
لومړي وزير سکاټ موريسن له پيښې وروسته رسنيو سره خبرو دوران کې وويل ، د مظاهره کوونکو ننۍ حرکت خواشينونکی وه.

د کوينزليند ايالت مرکز بريزبن ښار کې د کډوالو مدافعينو څو وارې د حکومت کډوالو پاليسي خلاف مظاهرې کړي او دا مهال د ياد ښار کانګرو پواينټ هوټل کې ۱۲۰ پناه غوښتونکو ساتل کيږي.

پر حکومت د پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د سختې پاليسۍ وړاندې کولو پر وړاندې له ډير وخت راهيسې نيوکې کيږي.
A refugee protester is seen outside a glass door
معترضان در بیرون ساختمان محل بازدید نخست‌وزیر Source: AAP
اسټراليا کې د کډوالو شورا په وينا، له اسټراليا څخه بهر د اسټراليا کډوالو توقيف ځايونو کې له ۲۰۱۲ کال راهيسې ۱۳ کسان مړه شوي.


شریکول
خپور شوی 13/10/2020 په 12:40am
اپډیټ شوی 13/10/2020 په 12:42am
لخوا Evan Young