د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن په پارلمان او هم ټول اسټراليا کې له ښځو سره ناوړه چلند سره مبارزې لپاره يې د ځينو مهمو وزيرانو دندې بدلې او د ښځو مسايلو ته رسيدنې لپاره يې يوه نوې اداره جوړه کړه.
دا ټول له هغه وروسته کيږي چې له تيرو څو اونيو راهيسې د اسټراليا پارلمان وکيلان او کار کوونکي په جنسي تيري او يا هم کړنو تورن شوي.
په تيرو څو اونيو کې دا لاندې پيښې رامخته شوې.
لومړی پيښه ۱۵ فبروري
د فبرورۍ مياشت پر ۱۵ نيټه د دفاع وزارت کار کوونکی بريتني هيګن له يو شخصي ټلويزيون سره مرکه کې وويل چې د دفاع وزيرې پر کوچ باندې پرې يو همکار جنسي تيرۍ کړی. ياد خبر اسټراليا ته ټکان ورکړ او د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن په ګډون ګڼو سياستوالو له يادې قرباني شوې انجلۍ سره همدردي وښودله. لدې پيښې وروسته لومړي وزير د دفاع وزيرې دنده بل وزارت ته بدله کړه.
پيښه د پوليسو لخوا پلټل کيږي.
دويمه پيښه ۳ مارچ

Brittany Higgins is seen outside Parliament House on 15 March, 2021 in Canberra. Source: Getty Images AsiaPac
د اسټراليا لوی څارنوال کريستن پورټر باندې تور پورې شو چې نوموړی په کال ۱۹۸۸ کې پر يو ۱۶ کلنۍ انجلۍ جنسي تيری کړی. يادې انجلۍ دومره مودې وروسته يې خپل شکايت له پوليسو سره شريک کړ ولې نوموړی له شکايت شريکولو وروسته يې تير کال ځان وژنه وکړه.
لوی څارنوال بيا پر ځان لګيدلي تورونه ردوي. د اسټراليا لومړي وزير نوموړی له لوی څارنوالی څوکۍ لرې او پر ټيټې درجې دندې وګوماره.
پورټر اوس د اسټراليا صنعت، ساينس، او ټکنالوژی وزير شو.
پوليس د يادې پيښې پلټنه کوي.
دريمه پيښه ۲۳ مارچ

Christian Porter has denied claims that he sexually assaulted a 16-year-old girl in Sydney in 1988, and rejected calls to step aside from his position. Source: AAP
د اسټراليا فدرال پارلمان لوړ پوړو چارواکو په پارلمان ودانۍ کې غير اخلاقي جنسي عملونه کړي او انځورونه يې له يو بل سره شريک کړي.
ځينو نارينه غړو پارلمان ودانۍ کې د ښځينه استازو دفترونو کې خپل جنسي الو لوڅ انځورونه اخيستي او بيا خپل حلقې دوستانو سره شريک کړي.
د اسټراليا لومړي وزير د پارلمان کار کوونکو دا عملونه غندلي او نوموړي د يادو کار کوونکو له دندو ګوښه کيدو خبر ورکړ.
څلورمه پيښه ۲۷ مارچ

Parliament HOuse Source: SBS
د اسټراليا ايتلافي ګوند فدرال پارلمان استازي انډريو لامينګ له هغه وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه کله چې د نوموړي دفتر يو کارکوونکې پر نوموړي تور پورې کړ چې ځمکې ته ښکته کيدو دوران کې ياد وکيل د نوموړی لمنې لاندې عکس ويستلی.
د پارلمان وکيل منلي چې نوموړي د يادې انجلۍ لاندې خوا انځور ويستلی ولې نوموړي ويلي چې هغه يې وخت سره له موبايل څخه لرې کړی وه. پر ياد وکيل د فشارونو ډيريدو وروسته نوموړي خپل له څوکۍ استعفا وکړه.
پيښه د پوليسو لخوا پلټل کيږي.
پينځمه پيښه ۲۹ مارچ

Liberal MP Andrew Laming speaks in Parliament House. Source: AAP
د نيو ساوت ويلز ايالت نيشنل ګوند غړی او د ياد ايالت پارلمان وکيل مايکل جوهنسن د يوې جنسې کاريګرې پر ځورونې تورن شوی.
ای بي سي شبکې رپوټ له مخه نوموړي جنسي کار کوونکې ته بلنه ورکړې وه ترڅو پارلمان کې دننه له نوموړي سره جنسي عمل وکړي چې بدل کې ورته ۱۰۰۰ ډالر ورکولو ژمنه کړې وه.
پلټنې او انځورونو کې موندل شوې چې نوموړي يو پارلماني ناستې دوران کې له جنسي کار کوونکې سره موبايل له لارې ناسم پيغامونه استول.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشرتابه له نوموړي غوښتي ترڅو دې له خپلې دندې استعفا وکړي.
د اسټراليا نوې کابينه کې ميکايلا کيش لوی څارنواله شوه، کارين انډيروز د پيټر ډاټون کورنيو چارو وزارت څوکۍ ترلاسه کړه، ان روسټن د ښځو خونديتوب نی وزيره شوه. لينډا رينولډس د معلولينو چارو وزيره شوه.
ځيني کار پوهان وايي، د لومړي وزير څوکيو بدلولو سره داسې نه بريښي چې ستونزه حل شي.

Source: michaeljohnsen.com.au