سکاټ موريس وايي، بې کاره اسټراليايان د کار کولو پر ځای حکومتي هوساينې پيسو اخيستل خوښوي

اسټراليا کې د کرونا ويروس وبا پيل څخه حکومت بې کاره کسانو ته د حکومتي پيسو ورکولو رقم دوه برابره کړ، ولې اوس خلک خپل کارونو ته بيرته نه ځي او حکومتي پيسو ترلاسه کول خوښوي.

Prime Minister Scott Morrison on Monday.

Prime Minister Scott Morrison on Monday. Source: AAP

سکاټ موريسن انديښنه څرګنده کړې چې هغه ټول هغه کسان کوم چې د کار نه شتون له امله له حکومت څخه ښې پيسې اخلي اوس زړه نه ښه کوي چې بيرته کار پيل کړي.

سکاټ موريسن د کرونا ويروس وبا دوران کې له اسټراليايانو سره مرستې لپاره يې وزګارو کسانو لپاره د حکومتي پيسو مرستې رقم دوه برابره کړ او حکومت ژمنه وکړه ترڅو د سيپټمبر مياشت تر پايه به يادو کسانو ته د مياشتې تر ۳۰۰۰ ډالرو ورکول کيږي.

دا مهال اسټراليا کې حالت لږ څه ښه بريښي او ډيري کاروبارونه بيرته پرانيستل شوي ولې د حکومتي چارواکو په وينا، بې کاره کسان زړه نه ښه کوي ترڅو بيرته کار پيل کړي او حکومتي پيسو ترلاسه کولو ته ادامه ورکوي.

لومړي وزير سکاټ موريسن له 2GB راډيو سره مرکې دوران کې وويل، "مونږ له کوچنيو او لويو کاروبارونو څخه اورو چې هغوی د کاريګرو له کمښت سره مخ دي او په اسانۍ کاريګر نشي موندلی."

ښاغلي موريسن وويل، حکومت هغو کسانو ته کومو چې د کويډ-۱۹ له امله يې خپل کارونه له لاسه ورکړي د مياشتې ۱۱ ميليارده ډالر ورکوي او يادو کسانو کې لا هغه شامله ندي کومو چې پخوا يې کارونه نه لرل او يا خپل کاري ځايو څخه د JobKeeper پيسې نه ترلاسه کوي.
The federal government's coronavirus supplement will be cut by $300 from 25 September.
The federal government's coronavirus supplement will be cut by $300 from 25 September. Source: AAP
ښاغلي موريسن وويل، حکومت پلان لري ترڅو پر ځينو کاروبارونو پيسې بندې کړي او پر هغو يې ولګوي کوم چې ډير ځپل شوي.

ښاغلی موريسن وويل، د کرونا ويروس وبا کابو کولو او هم کاروبارونو بيرته پر پښو درولو برخه کې نوي تدابير وړاندې کړي.

د کاريګرو ټولنې او ځيني مدافعين له حکومت څخه غواړي ترڅو د بې کاره کسانو لپاره د مرستې اوسنۍ سيسټم له سيپټيمبر مياشت وروسته وغځوي.

 


شریکول
خپور شوی 29/06/2020 په 7:03pm
اپډیټ شوی 29/06/2020 په 7:05pm