اسټراليايان به ډير ژر کرونا ويروس لپاره وړيا واکسين ترلاسه کړي

د اسټراليا حکومت له انګلستان سره تړول لاسليک کړ او د اکسفورډ واکسين جوړيدو وروسته به اسټراليا ياد واکسين ترلاسه کوي او خپلو وګړو باندې يې په وړيا ډول ويشي. د اسټراليا حکومت لخوا به ياد واکسين پر ټولو اسټراليايانو جبري کارول کيږي.

Australian Prime Minister Scott Morrison speaks to the media during a press conference at Parliament House in Canberra, Friday, August 14, 2020. (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING

Australian Prime Minister Scott Morrison. Source: AAP

د اکسفورډ پوهنتون لخوا کرونا ويروس لپاره جوړ شوی واکسين خپل وروستي پړاو کې دی او اټکل کيږي چې ياد واکسين به راتلونکو څو مياشتو د نړۍ په ځينو هيوادونو وويشل شي ترڅو يې پر خپل وګړو وکاروي.

اسټراليايان به د راتلونکي کال لومړيو کې کرونا ويروس لپاره واکسين په وړيا ډول ترلاسه کوي.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن خبريالانو ته وويل، " ډاډمن يم چې د اکسفورډ پوهنتون لخوا جوړ شوی واکسين به خوندي او ګټور وي."

ښاغلي دا هم وويل، د اسټراليا حکومت اټکل له مخه به اسټراليا کې د کرونا ويروس واکسين د راتلونکي کال لومړيو کې پر خلکو وکارول شي او که حکومت وشو کولی نو کيدای شي له يادې مودې څخه مخکې دا واکسين ترلاسه شي.

د اسټراليا حکومت لخوا کرونا ويروس لپاره واکسين کيدل جبري کيږي او يوازې هغه کسان به لدې څخه معاف وي کوم چې د ياد واکسين له امله ورته روغتيايي ستونزه پيدا کيږي.

"د هر واکسين کارونې برخه کې ځيني معافيتونه شتون لري او دا به يوازې د روغتيايي مسايلو له مخه فيصله کيږي، مونږ دلته د يو وبا خبر کوو کوم چې نړۍ يې په ګونډو کړې، اقتصادونه يې ويجاړ کړي او د زرګونو خلکو ژوند يې اخيستی."

د اسټراليا لومړی وزير وايي، "مونږ هر څه اکسفورډ پوهنتون ته نه سپارو او نه هم پر هغوی په ټوله کې تکيه کيږي، د نورو واکسينو پر پرتله د اکسفورډ پوهنتون واکسين پر مختللی دی نو ځکه د اسټراليا د حکومت لومړی ګام له همدې ځايه د واکيسن ترلاسه کول دي."

د اسټراليا حکومت او اکسفورډ پوهنتون د هوکړې له مخه به اسټراليايانو ته وړيا د کرونا ويروس لپاره واکسين ورکول کيږي.

د اسټراليا حکومت وايي، داسې هيڅ ضمانت شتون نه لري چې ايا دا واکسين به کامياب اوسي او که نه، ولې حکومت به له نورو واکسين جوړونکو سره هم په اړيکه کې وي او پر اسټراليايي کمپنيانو به هم پانګونه کوي.

د نورو هيوادونو لخوا د ياد واکسين ترلاسه کول به د ميلياردو ډالرو لږښت له ځانسره ولي.

د اکسفورډ پوهنتون واکسين دا مهال په انګلستان، برازيل، جنوبي افريقا کې په زرهاو کسانو ازمايل کيږي او نږدې راتلونکې کې به ياد واکسين امريکا کې پر خلکو و ازمويل شي.
Sydney man Edward O'Neill is one of the first to be injected with a potential coronavirus vaccine at Oxford University.
ادوارد اونیل، ساکن اصلی سیدنی یکی از نخستین کسانی بود که واکسین احتمالی دانشگاه آکسفورد را تزریق کرد. Source: SBS
اسټراليا کې د روغتيا مشاورين وايي، دا مهال ۱۶۷ نوماند واکسينو په اړه معلومات لري کوم چې له کلينيکي مرحلې څخه مخکې او هم کلينيکي پړاونو حالت کې دي. ۲۹ واکسينونه بيا پر انسانانو ازمايل کيدو حال کې دي.

اسټراليا کې د روغتيا چارواکي وايي، حکومت به پر ټولو برياليو واکسينو غور کوي او يوازې پر يو واکسين تکيه نه کوي.

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.


شریکول
خپور شوی 19/08/2020 په 11:08am
اپډیټ شوی 19/08/2020 په 11:19am
سرچینه: AAP, SBS