د اسټراليا لومړي وزير د هغه بيمارۍ په اړه د عاجلې پلټنې غوښتنه وکړه کوم چې امريکا کې يې يو شمير ماشومان وژلي او دا بيماري کورونا ويروس سره تړلې بلل کيږي.
د اسټراليا مشر ډاکټر برانډان مورپهي ته هدايت ورکړل شوی ترڅو دې د کاواساکي ناروغۍ په اړه اسټراليا کې پلټنه وکړي ځکه د امريکا په ګډون يې د نړۍ ځينو هيوادو کې ګڼ شمير ماشومان وژلي.
له امريکا وړاندې هسپانيه او انګلستان هم په ماشومانو کې د ورته بې سارې بيمارۍ خبر ورکړی وه.
کاواساکي ناروغي د ماشومانو سترګې سرې کوي، شا، خيټه، لاسونو، پښو او جنسي الو کې خارخ پيدا کوي، د ماشومانو شونډې وچې او ژبه يې سره کيږي.
امريکا کې تر دې دمه ۱۰۰ ماشومان پر يادې بيمارۍ اخته شوي ولې بيا اسټراليا کې هر کال ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ماشومان پدې ناروغۍ مبتلا کيږي.
د کرونا ويروس خپريدو له امله دا مهال ډيرو هيوادو کې ماشومان په ډير شمير پر يادې ناروغۍ مبتلا کيږي او ګڼو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
تر دې دمه د يادې نوې بيمارۍ په اړه ډير معلومات ندي ورکړل شوي ولې ويل کيږي دا نوې بيماري کيداي شي کرونا ويروس سره تړاو ولري.
د اسټراليا چيف ميډيکل افيسر ښاغلی مورپي وايي، داسې نه بريښي چې اسټراليا به ددې بيمارۍ لمن کې راشي.