ملیونونه رای ورکونکي به د می په ۲۱ رايو صندقونو ته ځي او خپل راتلونکی حکومت ټاکي.
لومړی وزیر د یکشنبې په سهار له سیډني څخه کینبرا ته سفر وکړ ترڅو له ګورنر جنرال ډیویډ هرلي سره لیدنه وکړي او د پارلمان منحل کیدو او د ټاکنو امر کولو واک ترلاسه کړي.
ټاکنې به د ولسي جرګې د ټولو ۱۵۱ څوکيو او د مشرانو جرګې د ۴۰ څوکیو لپاره وي.
دا مهال ایتلاف ۷۶ څوکۍ لري، کارګر ګوند ۶۸، ګرين ګوند یوه او خپلواک وکيلان د پارلمان درې څوکۍ لري.
دغه ایتلاف له ۲۰۱۳ کال راهیسې په واک کې دی، چې همدې موده کې درې ټاکل شوي – ټوني ایبټ، مالکم ټرنبل او ښاغلی موریسن.

How the 151 seats of the lower house are divided ahead of the 2022 federal election Source: SBS
ښاغلی موریسن غواړي چې د 2004 کال د جان هاورډ څخه وروسته په پرله پسې توګه دوه ټاکنې وګټي او لومړی وزیر شي.
انتوني البانیزي د ليبر ګوند چې د حکومت مخالف ګوند دی مشري په غاړه لري، ليبر ګوند د ۲۰۱۹ ټاکنو کې ماتې وروسته د ياد ګوند پخواني مشر بل شارټین استعفا وکړه او وروسته د اپوزیسیون مشري انتوني البنيزي په غاړه واخيسته. ښاغلی البنيزي تمه لري چې کارګر ګوند واک ته ورسوي او د هیواد د ۴۷ پارلمان لپاره د آسټرالیا ۳۱م لومړی وزیر شي.
کارګر د ۲۰۲۱ کال د جون راهیسې په دوامداره توګه په ټولټاکنو کې مخکښ دی، د رسمي کمپاین پیل کیدو سره سم د دوه ګوندونو غوره رایې 55 سلنې ملاتړي لري.

The federal election will take place on 21 May, 2022. Source: SBS
ایتلاف د ولسي جرګې د ۱۵۱ څوکیو څخه ۷۶ څوکیو سره سیالي پیلوي، که کارګر په ویکتوریا کې د هاک نوې څوکۍ وګټي په ۶۹ چوکیو سره خپل کمپاين پيلوي.
د مشرانو جرګې څلویښت څوکۍ چې د مشرانو جرګې نیمایي کيږي ورته ټاکنې ترسره کيږي.
فدرالي ټاکنو کې د مشرانو جرګې ټولو څوکيو لپاره ټاکنې نه ترسره کيږي ځکه د مشرانو جرګې غړو کاري موده له پارلمان غړو سره توپير کوي.