د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې د روان کال د حج په مراسمو کې یواځې هغه خلک کډون کولای شي چې اوسمهال په دغه هېواد کې مېشت دي.
د سعودي حکومت دغه پرېکړه د کرونا وېروس د لا ډېرو خپریدو د مخنیوي په موخه نیولې.
هر کال په میلیونونو کسان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د حج په مراسمو کې د کډون لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي، مګر سږکال د نورو هېوادونو اوسېدونکو ته اجازه نه ورکول کېږي ترڅو سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د یادولو وړ ده، هغه بهرنیان چې اوسمهال په سعودي عربستان کې مېشت دي کولای شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
د سعودي عربستان حکومت په تېرو ۹۰ کلونو کې هېڅکله د حج مراسم ندي لغوه کړي.

Muslim pilgrims pray during the annual hajj pilgrimage, near the holy city of Mecca August 2019. Source: AP
تر دې وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې و ترڅو د کرونا وېروس د مخنیوي په موخه د عمرې په موخه سفرونه هم بند کړي.
په سعودي عربستان کې تر دې دمه شاوخوا ۱۶۱ زره کسان په کرونا وېروس اخته شوي او له ۱۳۰۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.