د امريکا محکمې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نيولو امر کړی

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې هغه تمه لري چې د سه شنبې په ورځ د پورن سټار ستورمي ډینیلز ته د پیسو ورکړې شخړې په تړاو نوموړی ونیول شي.

Image of adult film actress Stormy Daniels alongside former US president Donald Trump

The stunning possibility of a former president being arrested has fanned passions and injected considerable uncertainty into the 2024 campaign. Source: AAP

Key points
  • ډونلډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې په ۲۰۱۶ کال کې لوڅو فلمونو يوې ښځې ته د پیسو د ورکړې مسلي په تړاو د شوو تحقیقاتو پای کې به نوموړی روانه اونۍ کې ونیول شي.
  • جګپوړي جمهوري غوښتونکي وايي چې د تورونو لګول سیاسي سزا ورکولو په معنی ده.
  • ښاغلي ټرمپ پر خپلو پلویانو غږ کړی چې مظاهرې وکړي، دیموکراتان د ناکراریو او تاوتریخوالي ویره لري.
لوړ پوړو جمهوري غوښتونکو د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا تاييد کړه چې د پیسو په قضیه کې پر ډونالډ ټرمپ تور لګول به سیاسي سزا ورکولو په معنی وي.

دا څرګندونې پداسې حال کې کيږي واکمن دیموکراتان خبرداری ورکوي چې د ډونالډ ټرمپ د لاریونونو غوښتنه کولی شي د متحده ایالاتو په پلازمینه کې د هغه د پلویانو لخوا يو ځل بيا ګډوډي تکرار کړي.

د شنبې په ورځ په یوه اعلان کې، پخواني ولسمشر وویل چې هغه تمه لري چې د سه شنبې په ورځ به د ۲۰۱۶ کال د لوڅو فلمونو پورن سټار ته د پیسو د ورکړې په اړه د تحقیقاتو پايله کې به نوموړی ونیول شي، چې ادعا کیږي چې نوموړې د ښاغلي ټرمپ سره د پخوانۍ اړیکې نه افشا کولو لپاره د ټرمپ فشارونو سره مخ شوې.

د ښاغلي ټرمپ پخواني مرستیال مایک پنس د دې اونۍ په ABC پروګرام کې وویل: "زه په داسې وخت کې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر د تورنولو په اړه حیران یم چې په نیویارک ښار کې د جرمونو لا ډيرې نورې څپې شتون لري."

ښاغلي پنس وویل: "دا دلته د سیاسي تورونو په څیر احساس کیږي، زه داسې احساس کوم چې دا یوازې هغه څه ندي چې د امریکا خلک یې لیدل غواړي."
LISTEN TO
 Trump defends immigration bans despite condemnation, outrage, lawsuits image

ډونالډ ټرمپ هغه څه کوي کوم چې ډيري امريکايان يې غواړي

SBS Pashto

14:13
ښاغلي ټرمپ د اغلې ډینیل سره هر ډول ناخوښه ښکیلتیا رد کړې.

د ټرمپ لپاره خواخوږي ډيره شوې؟

د پخواني ولسمشر د نیول کیدو د امريکا په تاريخ کې بې سارۍ دی.

جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام، چې د پخواني ولسمشر نږدې ملاتړی دی واايي، پر ټرمپ تور لګول د ډونلډ ټرمپ د له منځه وړلو لپاره سياسي دسيسې دي.

حتی د نیو هیمپشایر والي کریس سنونو چې د ښاغلي ټرمپ یو څرګند انتقاد کونکی او د ۲۰۲۴ ټاکنو کې د ټرمپ يو احتمالي سیال دی ويلي، پر ټرمپ تور لګول ممکن قوي غبرګون رامینځته کړي.

ښاغلي ټرمپ خپل ملاتړو ته د ۲۰۲۱ کال جنورۍ مياشت په ۶ Truth Social platform له لارې زنګ وواهه او هغه مهال يې ويلي ول چې"احتجاج، احتجاج، احتجاج!" او "زموږ هيواد بیرته واخله!"
دا هغه پيښه وه چې د امريکا ديموکراسي يې وننګوله او لومړي ځل لپاره د سنا مجلس دننه مظاهره کوونکي ننوتل.

دیموکراتانو وویل چې دوی ویره لري چې د ښاغلي ټرمپ تلیفون کولی شي تاوتریخوالی رامینځته کړي.

د استازو د جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د شنبې په ورځ د ټرمپ اعلان "بې پروا" وباله او ویې ویل چې هغه هڅه کوي "د خپلو پلویانو تر منځ ناکراریو ته لمن ووهي".

امريکا کې امنیتي ادارې د هغه د محکمې بهر ته د احتمالي لاریونونو لپاره چمتووالی نیسي.

شریکول
خپور شوی 20/03/2023 په 12:27pm
لخوا SBS Pashto
سرچینه: AFP