کم عاید لرونکي آسټرالیایان نږدې ۵۲ سلنه خپل عاید په کرایې کې ورکوي

یو نوی راپور ښيي چې د آسټرالیا ډیری اوسېدونکي د خپل عاید یوه زیاته برخه په کرایې کې ورکوي.

An aerial view of houses located in the New South Wales suburb of Balmoral.

کم عاید لرونکي آسټرالیایان نږدې ۵۲ سلنه خپل عاید په کرایې کې ورکوي Source: AAP / Sam Mooy

د کور لوجیک ادارې او اې ان زېډ (ANZ) بانک ګډ نوی راپور ښيي چې اوسمهال آسټرالیالیایان د خپل عاید یوه زیاته برخه په کرایې کې ورکوي.

راپور ښيي چې روان حالت کم عاید لرونکي آسټرالیایان، د نورو په پرتله زیات زیانمن کړي دي. کم عاید لرونکي آسټرالیایان د خپل عاید ۵۱.۶ سلنه عاید په کرایې کې ورکوي.

مګر منځنۍ کچه آسټرالیایان بیا د خپل عاید شاوخوا ۳۰ سلنه په کرایې کې مصرفوي.
What you can and can’t change in a rental property in Australia
Source: Getty / Getty Images
د کورلوجیک ادارې، د څیړنې برخې مشره، الیزا اوون وايي چې ځینې "غیر معمولي بدلونونه" شتون لري چې د کرایې غوښتنې ته وده ورکوي، د بیلګې په توګه په ځینو کورونو کې د کمو خلکو شتون او له بهر څخه آسټرالیا ته د زیات شمېر مهاجرو راتګ د دغې ستونزو له عواملو څخه دي.

هغه وايي: "لکه څنګه چې کرایې په چټکۍ سره لوړه شوې، د سود په نرخ کې زیاتوالی راغی او په ساختماني سکتور فشارونو د استوګنې کورونو د بشپړولو کچه ورو کړې ده."
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 29/05/2023 په 12:23pm
سرچینه: AAP