د سیډني ښار د بونډای جنکشن په وېسټفیلډ شاپنګ سنټر کې تېره ورځ یو سړي ۶ کسان په چړې ووژل او لږترلږه ۱۲ کسان یې ټپیان کړل. په وژل شویو کسانو کې ۵ ښځې او یو سیکیورټي ګارډ وژل شوی دی.
پولیس وايي برید کوونکی د پولیسو د یوې افسرې لخو په ډزو وژل شوی.
د آسټرالیا د احمدیه مسلمانانو ټولنې ویلي چې د شنبې د ورځې په برید کې یو تن وژل شوی فراز طاهر نومېده چې "یوازې یو کال دمخه یې په آسټرالیا کې د پناه غوښتنه کړې وه او په خپل هېواد پاکستان کې له ظلم څخه را تښتېدلی وو."
د سیډني مارننګ هېرالډ د راپور له مخې، په آسټرالیا کې د پاکستان عالي کمشنر، زاهد حفیظ چوهدري، طاهر ته درناوی وړاندې کړی.
چودري ویلي: "زموږ فکرونه او دعاګانې د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره دي. د پرونیو وحشتناکو بریدونو په قربانیانو کې یو پاکستانی وګړی فراز احمد هم شامل و، چې د نورو د ژغورلو په وخت کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ."
"یو بل پاکستانی تبعه په دې وحشتناکو بریدونو کې ټپي شوی دی. هغه په روغتون کې بستر دی خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. موږ د هغه د ژر او بشپړې روغتیا لپاره دعا کوو."
د نیو ساوت وېلز ایالت پولیسو ویلي چې د چړې د برید یوه قرباني ۵۵ کلنه پیکریا دارچیا نومېده چې په اصل کې د جورجیا اوسېدونکې وه. د هغې د LinkedIn پروفایل معلومات ښيي چې نوموړې یوه هنرمنده وه، مګر د هغې کورنۍ د معلوماتو د محرمیت غوښتنه کړې ده.

Bondi Junction stabbing victim, 55-year-old Pikria Darchia. Source: AAP / Supplied Image
د رسنیو لخوا خپاره شوې معلومات ښيي چې د دغه برید یوه قرباني جید ینګ نومېده.

Jade Young was one of the six victims killed in the stabbing attack on Saturday. Source: AAP / Image
په یاد برېد کې د یوې وژل شوې هویت لا تراوسه ندی معلوم.

A supplied image of 38-year-old Ashlee Good who was fatally stabbed at Bondi Junction. Source: Supplied / PR IMAGE
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.