تير کال ډيسيمبر مياشت کې د اسټراليا په کوینزلینډ ايالت کې هغه مهال دوه پوليس افسران په ډزو ووژل شول کله چې دوی په يو لري پرته سيمه کې په يو کور کې شکمن شخص لټون لپاره ورغلي ول، پوليسو د ياد بريد تر شا مذهبي لامل ياد کړی او دا يې يو تروريستي بريد ګڼلی.
نهه اونۍ دمخه ، د کوینزلینډ د پولیسو افسران کانسټبل میتیو آرنولډ او کانسټبل راچیل مککرو بريزبن ښار څخه ۳۰۰ کيلو متره لرې په ویامبیلا سيمې کې د ترهه ګريز بريد ښکار شول.
نتانییل، ګیرت او سټیسي ټرین هغه درې بريدګر ول چې وروسته پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د پيښې موندنې ښايي چې بريدګر "پراخ عیسوي بنسټپالو عقیدې" سره تړاو درلود او غوښتل يې په قصدي ډول پولیس په نښه کړي.
د پولیسو مرستیاله کمشنره ټریسي لینفورډ وویل چې تحقیق کوونکو له ۱۹۰ څخه ډیر بیانونه اخیستي او د اصلي بريدګر ټرین کورنۍ او ژوند ته هم له نږدې کتنه شوې او څيړل شوی.
پوليس کميشنرې وويل، که څه هم پلټنې اوس هم روانې دي، ولې دوی باور نه کوي چې دا برید تصادفي یا ناڅاپي و، د پوليسو پلټنې ښايي چې پولیس په قصدي توګه په نښه شوي.
اغلې لینفورډ وویل: "زموږ ارزونې دې پایلې ته رسیدلي چې ناتانیل، ګیرت او سټیسي ټرین، کومې بلې ډلې پورې تړاو نه درلود او په يوازې يې دا عمل وکړ دوی د یو مذهبي هڅونې له مخه دا تروریستي برید ترسره کړی."
"د ټرین د کورنۍ غړي د عيسوي مذهب عقيدې" پریمیلینیلیزم " سره تړلې يوې فکري ډلې غړيتوب درلود، د عقیدې دا سیسټم د عیسوي مذهب الهیات څخه راځي."
پولیس په دې باور دي چې دغو دریو تنو یوازې دا کار کړی او بل چا په برید کې لاس نه درلود.
پولیسو پلټنې ښايي چې دا بريد له دقت سره پلان شوی و او بريدګر د پولیسو په وړاندې د دفاع لپاره چمتو شوې وو, بريدګرو پټې جامې اغوستي وې او د ملکیت شاوخوا يې ډیری خنډونه یې جوړ کړي.
پولیسو له ملکیت څخه شپږ میله وسلې، نښې کمانونه او تیرونه او چاقوګان هم نیولي دي.
—————————————————————————————-
ته ولاړ شئ.
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.