د قطر حکومت د ۱۸ اسټراليايي ميرمنو بربنډه لټون لپاره بښنه وغوښته

د قطر حکومت حماد هوايي ډګر کې ۱۸ اسټراليايي ميرمنې له الوتکو ښکته او بندو کوټو کې يې بربنډې لټولي. قطري چارواکو ويلي، د يادو ميرمنو فيزيکي لټول ډير اړين وه ترڅو د يو بې رحمه مجرم معلومات شوی وای.

Australia's Foreign Minister Marine Payne.

Australia's Foreign Minister Marine Payne. Source: AAP

قطري حکومت ويلي، "حماد هوايي ډګر کې د يو شمير ميرمنو بربنډه فيزيکي لټول څخه که څوک ناراحته شوي وي او يا د هغوی شخصي آزادي زيانمنه شوې وي نو دې ټولو لپاره بښنه غواړي."

د قطر حماد هوايي ډګر په يو تشناب کې يو نوی زيږول شوی ماشوم داسې حالت کې وموندل شو چې مور يې زيږون وروسته ماشوم پلاستيکي کڅوړې کې په فاضله داني کې اچولی وه.

قطري چارواکو د ياد ماشوم مور موندلو لپاره له ۱۰ الوتکو څخه ښځينه مسافر ښکته کړي او ټول يې بربنډې فيزيکي لټولي ترڅو د زيږون نښو له مخه د ماشوم مور پيدا کړي.
Qatar Airways
Qatar Airways Source: AAP
د اسټراليا لومړي وزير او هم بهرنيو چارو وزيرې د قطري چارواکو لخوا د اسټراليايي ميرمنو جبري معاينه يا لټول غنډلي او دا يې د نړيوالو قوانينو خلاف عمل ګڼلی.

د قطر ولسمشر د يادې پيښې پلټنې امر کړی او د اسټراليا په ګډون هيوادونو ته يې ډاډ ورکړی چې نور به داسې يو عمل نه تکراريږي او د يادې پيښې جدي پلټنه کوي.

د نوې زيږول شوې انجلی مور لا تر اوسه نده موندل شوې ولې دا ماشومه د ډاکټرانو او پالونکو تر پام يا مراقبت لاندې ده.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پاين د اسټراليايي ميرمنو بربنډې معاينه يو "زورونکی" عمل ياد کړی او له يادې پيښې وروسته يې له قطر هيواد لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې او د پيښې پلټنې غوښتنه کړې.

ماريس پاين او سکاټ موريسن دواړو ويلي، يادې پيښې په اړه د قطر هيواد رپوټ او موندنو ته په تمه دي او له هغې وروسته اسټراليا پر ټولو لارو غور کوي.

د قطر لومړي وزير خالد بن خليفه بن عبدالعزيز التهاني د يادې پيښې بې طرفه او شفافې پلټنې غوښتنه کړې.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، له بهر څخه راتلونکي ۱۵ سلنه اسټراليايان قطر هوايي شرکت له لارې اسټراليا ته راځي او دا اسټراليايانو لپاره ډير مهمه ده.

 


شریکول
خپور شوی 28/10/2020 په 3:18pm
اپډیټ شوی 28/10/2020 په 4:09pm
لخوا Tom Stayner