د کانتاس هوايي شرکت مشر الن جايس وايي، داسې نه بريښي له اسټراليا څخه بهرني سفرونه به تر راتلونکي کال جولای مياشت پورې بيرته پيل شي. دا پداسې حال کې ده چې د اسټراليا حکومت هڅه کوي ترڅو تر راتلونکي کال پيل پورې پورې کرونا ويروس لپاره واکسين ترلاسه او پر اسټراليايانو وکاروي.
د کانتاس هوايي شرکت د کرونا وبا له پيل څخه ۴ ميليارد ډالر لږ عايد ترلاسه کړی او ۱۲۴ ميليونه ډالر يې تاوان کړی.
د کانتاس هوايي شرکت مشر الن جايس وايي، له ۱۰۰ کلونو راهيسې دا لومړی ځل دی چې ياد هوايي شرکت له دومره ستر تاوان سره مخ دی.

Qantas Group Chief Executive Officer Alan Joyce during a results announcement on Thursday. Source: AAP
د روان کال سيپټمبر مياشت پورې د ياد هوايي شرکت ۴۰۰۰ کار کوونکي له کاره ګوښه کيږي، بله خوا د اسټراليا ايالتونو ترمينځ د پولو تړل هم پر هوايي شرکت فعاليتونو منفي اغيز شيندلې.
کانتاس وايي، کيدای شي د اسټراليا او نيوزيليند هيوادونو ترمينځ الوتنې ژر پيل شي.