د اسټراليا درملو او طبي چارو ادارې د فايزر کرونا ويروس واکسين کارونې اجازه ورکړه او اسټراليا کې له فبروری مياشتې به پر اسټراليايانو وکارول شي.
يادې ادارې وويل د فايزر واکسين په اړه يې کافي اندازه معلومات ترلاسه کړي او پر هغو اسټراليايانو د کارونې اجازه ورکوي د کومو چې عمرونه له ۱۶ کلونو څخه لوړ وي.
يادې ادارې دا هم ويلي چې ياد واکسين په اړه معلوماتو او څيړنو وروسته يې موندلي چې واکسين لوړ معيار لري او پر اسټراليايانو يې کارونه خوندي ده.
اسټراليا کې د ياد واکسين کارونې اجازه يوازې دوو کلونو مودې لپاره ورکړل شوې. د فايزر واکسين دو ډوزه پر خلکو کارول کيږي او د هر يو ډوز يا قطرې ترمينځ بايد ۲۱ ورځې وقفه شتون ولري.
اسټراليا کې لومړني کسان چې د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کوي هغه د زړو کسانو مرکز کې اوسيدونکي، معلولين او د هغوی کار کوونکي، د روغتيا برخې کار کوونکي، د قرنطين هوټلونو کار کوونکي او هم سرحدي او مهاجرت ادارې کار کوونکي چې هوايي ډګرونو او بندرونو کې کار کوي شامله دي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، د درملو او خواړو تنظيم ادارې د کرونا ويروس واکسين منظوري له څيړنو او نورو هيوادونو کې هر خلکو تجربه کيدو وروسته ورکړې او اسټراليا هيڅکله د واکسين منظوري او يا کارونه بيړني حالت له مخه نده ترسره کړې.

Pfizer's COVID-19 vaccine is the first to be approved for use in Australia. Source: AAP
“ اسټراليا د نړۍ يو له لږ شمير هيوادونو څخه دی چې د کرونا ويروس واکسين لارونې څخه وړاندې يې بشپړه څيړنه کړې او معلوماتو راټوليدو وروسته يې منظوري ورکړې.“
“ زمونږ لومړيتوب هر وخت د اسټراليايانو خوندي ساتل دي او اسټراليايان بايد زمونږ د بشپړې څيړنې او د واکسين منظوری لپاره ډاډمن اوسي.“
د اسټراليا حکومت په پام کې وه چې پر اسټراليايانو د واکسين کارونه د فبروری مياشت نيمايي څخه پيل کړي ولې د واکسين اسټراليا ته رسيدو کې ځنډ وروسته پريکړه وشوه چې واکسين کولو لړۍ د فبروری مياشت وروستيو څخه پيل کيږي.
لومړۍ مرحله کې هره ورځ ۸۰ زره اسټراليايان واکسين کيږي او بيا د ياد واکسين اسټراليا کې توليد کيدو وروسته حکومت به اونۍ کې يو ميليون اسټراليايان واکسين کوي.
د حکومت مخالف ګوند يا ليبر مشر انتوني البنيزي ويلي، چې ايال حکومت به خپل پلان له مخه تر مارچ مياشت پورې وشي کولی ۴ ميليونه اسټراليايان واکسين کړي.
ښاغلي وويل، که داسې ونه شول نو بيا د اسټراليا لومړی وزير اسټراليايانو ته ځواب ووايي.
اسټراليا د استرا زينيکا او نوا واکس واکسين پر منظوری هم غور کوي.
تيره دوه شنبه اسټراليا کې د کرونا ويروس لومړی پيښې پيدا کيدو څخه ۲ کال پوره شو.
اسټراليا کې تر اوسه ۲۸،۷۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ۹۰۹ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی بله خوا بيا يوازې امريکا کې ۲۵ ميليونه کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ۴۰۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.