يو واکسين چې د امريکايي Pfizer او جرمني BioNTech کمپنيو لخوا په ګډه جوړ شوی او نړۍ کې پر زرګونو کسانو ازمايل شوی پايلې يې ډيرې مثبتې ثابت شوي او ياد واکسين ۹۰ سلنه خلک پر کرونا ويروس اخته کيدو څخه ژغورلي.
دا خبر ساينس او بشريت لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کيږي.
دا مهال د کرونا ويروس يو ځل بيا نړۍ هيوادونه خپل لمن کې نيولي او هره ورځ زرګونه پيښې بيلابيلو هيوادونو کې ريکارډ کيږي.
د واکسين جوړيدو ياد خبر د نړۍ پر اقتصاد مثبت اغيز وشينده او ډيرو هيوادونو سټاک اکسچينګ مارکيټونو ګټې ترلاسه کړې. بله خوا له ياد خبر څخه د تيلو قيمتونو کې هم د پام وړ ډيروالی راغلی.
ډونالډ ټرمپ پر يادو کمپنيو تور پورې کړی چې دده ټاکنو کمپاين دوران کې د ياد واکيسن په اړه قصدآ خبر ندی خپور شوی ځکه لدې سره د نوموړي کمپاين ته ډيره ګټه رسيدله.
نړۍ کې ساينس پوهانو هم د ياد خبر هرکلی کړی.
د ملګرو ملتونو روغتيا ادارې مشر ډاکټر ټيډروس ادهانوم، د ياد خبر هرکلي ترڅنګ ويلي، دا يو هڅوونکی خبر دی ولې دا خبردارۍ يې هم ورکړ چې نړۍ نشي کولی نږدې راتلونکي کې لدې وبا څخه ځان خلاص کړي.
د ياد واکسين دوه قطرې بايد دوه وارې يو کس ته ورکړل شي، لومړنيو موندنو کې ښودل شوي چې د ياد واکيسن لومړی قطرې ورکولو ۷ ورځې وروسته يو کس له کرونا ويروس څخه ژغوري او بيا دويمې قطرې ورکړې څخه ۲۸ ورځې وروسته دا ثابته شوې چې انسانان په کرونا ويروس اخته کيدو څخه ژغورل کيږي.
يادو کمپنيو ويلي، روان کال دوران کې به ۵۰ ميليونه قطرې نړۍ هيوادونو ته ورسوي او بيا ۲۰۲۱ کال کې ۱.۳ ميليارده قطرې پر نړۍ هيوادونو وويشي.
د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن د ياد واکسين برياليتوب هرکلی کړی ولې ترڅنګ يې له امريکايانو غوښتي چې د مخ ماسک وکاروي ترڅو ياد هيواد کې د کرونا ويروس چټکۍ سره خپريدو مخه ونيول شي.
امريکا حکومت د روان کال جولای مياشت کې له يادې کمپنۍ سره تړون لاسليک کړ ترڅو د ۱.۹۵ ميلياردو ډالرو په قيمت ۱۰۰ ميليونه قطرې واکسين ترلاسه کړي.
امريکايي حکومت پلان لري ترڅو ۵۰۰ ميليونه نور واکسينونه هم ترلاسه کړي.
د ياد واکسين ترڅنګ پر شاوخوا ۴۰ نورو واکسينو هم ازمايښت روان دی او ډير اټکل کوي چې د روان کال پای پورې ځيني نور واکسينونه به هم خپل ازمايښتي پړاو پای ته ورسوي.