اسټراليا کې د کرونا ويروس پر خلکو کارونه د فبرورۍ مياشت له ۲۲ نيټې څخه پيليږي.
دا خبر له هغه وروسته څرګند شو چې د روغتيا وزير ګريګ هانټ وويل د فايزر واکسين اسټراليا ته رسيدلی.
د اسټراليا حکومت به د فايزر واکسين ۲۰ ميليونه ډوزه ترلاسه کوي ولې دا مهال اسټراليا ته يوازې ۱۴۲،۰۰۰ ډوزه رسيدلي.
اسټراليا ته رسيدلي د فايزر واکسين امن ځای ته ليږدول شوي ترڅو حکومت لخوا يې معاينه وشي.
د ياد واکسين رارسيدو سفر دوران کې
ښاغلي هانټ وويل رسيدلو واکسينو څخه به ۶۰ سلنه د اسټراليا ايالتي او هم سيمه ايزو حکومتونو ته ورکول کيږي ترڅو يې کارونه ژر پيل کړي.
لومړي قدم کې د روغتيا کار کوونکي، د قرنطين هوټل کار کوونکي، زړو کسانو مرکزو اوسيدونکو او هم د يادو مرکزونو کار کوونکو ته ورکول کيږي.
فدرال حکومت به له لومړۍ کڅوړې واکسين څخه ۳۰۰۰۰ د زړو کسانو اوسيدو مرکزونو لپاره جلا کړي.
ښاغلي هانټ د واکسين رارسيدو سره وويل، " اسټراليا لپاره دا مهمه ورځ ده او زمونږ لومړی ګام به دا وي چې د اسټراليايانو واکسين کولو پلان خونديتوب سره عملي کړو."