په وېکټوریا، سویلي آسټرالیا او نیو ساوت وېلز ایالتونو کې له خلکو غوښتل شوي چې د طوفانونو لپاره چمتووالی ونیسي. د دغو ایالتونو په ځینو برخو کې د ۲۰۰ ملي متره باران او سیلابونو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړل شوی.
د وېکټوریا ایالت، د سواټس سیمې اوسېدونکو ته له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ ملي متره پورې باران خبرداری ورکړل شوی دی.
چارواکو د دوشنبې په لومړیو ساعتونو کې د ختیځ بینډیګو لپاره د سیلاب خبرادری خپور کړی او په سیمه کې یې له خلکو غوښتي چې سمدلاسه د سیلاب له اوبو څخه لرې شي.
د وېکټوریا ترڅنګ د نیو ساوت وېلز په ځینو سیمو کې هم خلکو ته د باران په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند بریټ کوشیل ويلي چې د سیلاب ژغورلو دوه ټیمونه د دغه ایالت له نورو سیمو څخه د دغه ایالت سویل ته راوړل شوي دي.
نوموړي د یکشبنې په ورځ ویلي: "په تیرو ۲۴ ساعتونو کې موږ د هوا د وړاندوینې لپاره چمتووالی نیولی دی."
په سویلي آسټرالیا کې د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د دوشنبې په ورځ به طوفانونه د ختیځو سرحدي سیمو پر لور حرکت وکړي.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.