د پاکستان يو په دريمه برخه اوبو لاندې ده او د لا نورو سيلابونو راوتلو اټکل شوی

پاکستاني چارواکي د شمال څخه د اوبو راښکته کيدو او لا دمخه سيلابونو کچې زیاتوالي ته تيارۍ نيسي. سیلابونو تر اوسه د ۴۱۶ ماشومانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

People affected by floods wait for relief in Sehwan, Sindh province, Pakistan on 1 September 2022.

People affected by floods wait for relief in Sehwan, Sindh province, Pakistan on 1 September 2022. Source: EPA / AAP

Key Points
  • Pakistani authorities are on high alert as water surges from north.
  • The catastrophic flooding has already killed more than 1,200 people including 416 children.
په جنوبي پاکستان کې د سیند د اوبو د زیاتوالي له امله د لا زیاتو سیلابونو راوتلو ويره ده. ياد هيواد کې لا دمخه دريمه برخه د وچې اوبو لاندې ده. چارواکي پدې هيواد کې د سيلابونو راوتل د اقلیم د بدلون له امله ګڼي او وايي پاکستان يو له قرباني هيوادونو څخه دی.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د ملي ناورین مدیریت ادارې (NDMA) په وینا، په شمالي غرونو کې د مونسون بارانونو او د ګلیشیرونو خړوبولو د سیلابونو لامل شوی چې د 416 ماشومانو په ګډون لږترلږه 1,208 کسان یې وژلي دي.
په ټولیز ډول، د سپتمبر په میاشت کې په ټول پاکستان کې د نورمال اورښت څخه د لا ډير اورښت اټکل شوی.

په شمال ختیځ پنجاب صوبه او سویلي سند کې تمه کیږي چې نورمالې کچې څخه ډیر باران وشي، او دا اورښتونه د ډيرو سیلابونو لامل کیدی شي.

پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ژغورنې هڅې یې پیل کړې، د هوا له لارې د ۱۰۰۰ په ګډون شاوخوا ۵۰،۰۰۰ کسان یې ایستلي دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان د بې ساري ناورین سره د مرستې لپاره د ۲۳۵ ملیون ډالرو غوښتنه کړې.
People affected by floods move to higher grounds in Sehwan, Sindh province, Pakistan, 01 September 2022.
People affected by floods move to higher grounds in Sehwan, Sindh province, Pakistan, 01 September 2022. Source: EPA / AAP
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیواد یې د ۲۵.۵ ملیون ډالرو مرسته کړې.
د پاکستان شمال څخه د اورښتونو او د يخ ګليشرونو اوبه کيدو له امله رامينځته شوي سيلابونه او اوبه اوسمهال د پاکستان نورو سيمو ته په حرکت دي، مرستې رسوونکي د تيارسي په حالت کې دي او اړين تدابير يې نيولي.

په پاکستان کې جون څخه تر اګست مياشت پورې په تير ۳۰ کلن اوسط په پرتله نږدې ۱۹۰٪ ډیر باران شوی، چې ټولټال ۳۹۰.۷mm دی.

سند ښار چې ۵۰ میلیونه نفوس لري، تر ټولو سخت ځپل شوی، چې د ۳۰ کلنو اوسط په پرتله ۴۶۶٪ زیات باران شوی دی.

د والیت ځینې برخې د داخلي سمندر په څیر ښکاري چې یوازې کله ناکله د ونو ټوټې یا پورته سړکونه د سیلابونو د اوبو سطحه ماتوي.

شپږ ميليونه کسان بيړنيو مرستو ته اړتيا لري

په سلګونو کورنیو په سړکونو کې پناه اخیستې، چې د ډېرو لپاره یوازینۍ وچه ځمکه ده. دوی د خواړو یا نورو مرستې غوښتنه کوي.

ډیری یې د ښاري مرکزونو په لور روان دي، لکه د کراچۍ بندري ښار، چې اوس مهال د سیلابونو څخه بچ پاتې شوی.

سیلابونو کورونه، کاروبارونه، زیربناوې او سړکونه نړولي دي.
People affected by floods receive aid in Sehwan, Sindh province, Pakistan, 01 September 2022.
People affected by floods receive aid in Sehwan, Sindh province, Pakistan, 01 September 2022. Source: EPA / AAP
د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي شاوخوا 480,030 خلک بې ځایه شوي او په کمپونو کې ساتل کیږي خو حتی هغه کسان چې له خپلو کورونو څخه نه ایستل شوي له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې خبرداری ورکړی، "د پاکستان په وروستي تاریخ کې تر ټولو سخت سېلابونو له امله له درې میلیونو څخه زیات ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او د اوبو له لارې د ناروغیو، ډوبېدو او خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، له ۶.۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

مرستې په الوتکو کې د خوراکي توکو، خیمو او درملو سره بار شوي چې ډیری یې د چین، ترکیې او متحده عربي اماراتو مرسته شوي دي.

مرستندویه ادارو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ګاونډي هند څخه د خوراکي توکو وارداتو ته اجازه ورکړي، دا پوله له لسيزو راهيسې تړل شوې.

حکومت لا ندي ويلي چې يا د هند د خوراکي توکو وارداتو ته د پولې پرانستل غواړي.

شریکول
خپور شوی 2/09/2022 په 10:48am
اپډیټ شوی 2/09/2022 په 10:56am
سرچینه: SBS, Reuters