Breaking

سيدني ښار کې يو ځل بيا د کرونا ويروس نوو پيښو وروسته محدوديتونه ولګيدل

سيدني ښار کې دوه کسان داسې مهال په کرونا ويروس اخته شوي چې د ويروس ليږد وجه نده معلومه. له بهر څخه پخوا چې مسافر راغلي او هوټلونو کې قرنطين شوي هم دي داسې پيښه نده موندل شوی چې ګواکې له هوټل څخه ويروس بهر وتلی وي.

NSW Premier Gladys Berejiklian.

NSW Premier Gladys Berejiklian. Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت کې يو ۵۰ کلن کس او ميرمن يې دواړه داسې مهال په کرونا ويروس اخته شوي چې د هغوی ويروس اخيستلو وجه يا منبع نده معلومه.

يادو دواړو کسانو پداسې حال کې چې په کرونا ويروس اخته ول د سيدني ښار بيلابيلو سيمو ته سفر کړی او يو شمير ودانيو کې يې وخت تير کړی.

د ياد ايالت چارواکي وايي، پداسې حال کې چې د يادو اخته شوو کسانو ويروس اخيستلو منبع نده معلومه دا ويره شته چې ټولنې غړو ترمينځ د ياد ويروس ليږد جريان لري.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشره ګلاديس بريجيکليان وايي، "مونږ ټول بايد لوړې خبرتيا حالت کې اوسو، ولې ښه خبر دادی چې زرګونو کسانو معاينه کيدو وروسته بله مثبته پيښه نده ثبت شوې." 

سيدني ښار يو شمير بنديزونه ولګيدل او له نن مازديګر ۵ بجو وروسته به نوي بنديزونه پلي کيږي.

لوی سيدني ښار کې به په کورونو کې ۲۰ ميلمنو ته راتګ اجازه وي او داخلي ځايونو کې د ماسک کارونه يو ځل بيا جبري علان شوه.

عامه ټرانسپورټ کې هم بايد د مخ ماسک وکارول شي.

له ودونو پرته نورو ټولو داخلي ځايونو کې پر نڅا او سندرو ويلو بنديز ولګيدل.

دا ټول بنديزونه درې ورځو لپاره لګول شوي او دو شنبې په ورځ بيا يو ځل بيا حالت ته په ليدو پر يادو تګلارو غور وشي.




شریکول
خپور شوی 6/05/2021 په 11:54am
اپډیټ شوی 6/05/2021 په 12:35pm
لخوا Maani Truu