د کرونا وېروس محدودیتونه د دې لامل ګرځېدلي ترڅو د آسټرالیا اوسېدونکي و نشي کولای نوی کال د تېرو کلونو په څېر په جشنونو سره ولمانځي.
په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي او د دغه ایالت د روغتیا برخې مسئولین له ټولو هغو کسانو څخه چې د کرونا نښې نښانې لري غوښتنه لري ترڅو .
دلته تاسو لوستلی شئ چې د نوي کال پر مهال کوم کارونه کولای شئ او کوم نشئ کولای:
د سیډني شمالي ساحلي سیمې
د سیډني په شمالي ساحلي سیمو کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي او ډېر سخت محدودیتونه په کې وضع شوي.
هغه کسان چې د سیډني د شمالي ساحلي سیمو، په شمالي زون کې ژوند کوي باید په خپلو کورونو کې پاتې شي. مګر په یوه وخت د ماشومانو په ګډون ۵ میلمانه د دغو کسانو کورونو ته ور تللی شي.
هغه کسان چې د سیډني د شمالي ساحلي سیمو ، په سویلي زون کې ژوند کوي کولای شي په یوه وخت د ماشومانو په ګډون د ۵ میلمنو کوربه توب وکړي.
د سیډني ښار د شمالي ساحلي سیمو په دواړو زونونو کې رسټورانټونه او شراب خانې خلاصې دي مګر یواځې ټېک اوې خدمات وړاندې کولا شي.
د سیډني لوی ښار
د چهارشنبې په ورځ د نیو ساوت ویلز ایالت مشرې ګلادیس بریجیکلین د نوي کال لپاره د نویو محدودیتونو اعلان وکړ.
اوسمهال په سیدني، ولونګانګ او سنټرل کوسټ کې په یوه وخت ۵ کسان ستاسو کورونو ته راتللی شي. له کورونو څخه بهر په عامه ځایونو کې ۳۰ کسان په یوه وخت سره یوځای کېدای شي.
که چېرې تاسو غواړئ د نوي کال په شپه د سیډني ښار ته ولاړ شئ نو تاسو ته پکار ده ترڅو د دغه کار لپاره د سرویس نیو ساوت ویلز له ادارې څخه اجازه ترلاسه کړئ.
وېکټوریا ایالت
په ویکټوریا ایالت کې اوسمهال په یوه وخت ۳۰ کسان په کورونو کې سره یو ځای کېدای شي، مګر له کورونو څخه بهر په آزاده فضا کې ۱۰۰ کسان د یو ځای کېدو اجازه لري.
رسټورانټونه او شراب خانې د فعالیت اجازه لري مګر د میزونو د شمېر لپاره اندازه ټاکل شوې ده.
د ملبورن ښار مرکز ته هم یواځې هغه کسان سفر کولای شي چې د سفر اجازه ولري.

آتشبازی شب سال نو بر فراز دریای یارا در ملبورن Source: AAP
کوینزلنډ
له تېرې اوږدې مودې راهیسې په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس هېڅ مثبت پېښه نده ثبت شوې. په دغه ایالت کې د نوي کال د رخصتیو پرمهال ۵۰ کسان په کورونو کې سره یوځای کېدلای شي.
له کورونو څخه بهر په عامه ځایونو کې ۱۰۰ کسان اجازه لري سره یوځای شي او میله جوړه کړي.
سویلي آسټرالیا
په سویلي اسټرالیا کې هم په یوه وخت ۵۰ کسان د کور دننه سره یوځای کېدلی شي مګر میلمانه باید له یو بل سره یو متر فاصله وساتي.
همدا راز ۲۰۰ کسان کولای شي په شخصي پروګرامونو کې ګډون وکړي، مګر ټولنیزه فاصله باید رعایت شي.
لویدیځه آسټرالیا
په لویدیځې آسټرالیا کې د خلکو د یوځای کېدلو لپاره اندازه نده ټاکل شوې، مګر په هر دوه متر مربع ځای کې باید یو تن شتون ولري.
تزمانیا
په تزمانیا کې په یوه وخت ۲۵۰ کسان د ودانۍ دننه سره یو ځای کېدای شي، مګر په هر دوه متر مربع ځای کې باید یو تن شتون ولري.
له ودانۍ څخه بهر ۱۰۰۰ کسان سره یو ځای کېدای شي.
د آسټرالیا شمالي او مرکزي سیمې
د آسټرالیا په شمالي او مرکزي سیمو کې د خلکو د یوځای کېدو لپاره اندازه نده ټاکل شوې مګر د هر پروګرام ګډونوال باید له یو بل سره یو نیم متر فاصله وساتي.
په کانبرا ښار کې له کور څخه بهر په عامه ځایونو کې ۵۰۰ کسان په یوه وخت سره یوځای کېدای شي. مګر په هر دوه متر مربع ځای کې باید یو تن شتون ولري.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیداکړئ: