Breaking

د اسټراليا اډيليډ ښار کې د کرونا ويروس پيښې په ډيريدو دي او له ياد ايالت سره ځينو ايالتونو خپل پولې وټړلې

د اسټراليا جنوبي ايالت اوسيدونکو ته د کرونا ويروس لا ډيرو پيښو رامينځته کيدو خبرداری ورکړل شو.

The South Australian government is imposing new restrictions from midnight because of a cluster in Adelaide of 17 COVID-19 cases

The South Australian government is imposing new restrictions from midnight because of a cluster in Adelaide of 17 COVID-19 cases Source: AAP

ويکټوريا، ټازمانيا، لوديځ اسټراليا، او شمالي سيمې دوی ټولو په ګډه له اډيليډ ښار څخه راتلونکو مسافرو پر وړاندې محدوديتونه وضع کړل.

دا نوي او چټک محدوديتونو له هغه وروسته لګول کيږي چې د اډيليډ ښار شمال سيمه کې ۱۷ کسان په کرونا ويروس اخته شوي او داسې ويره ده چې دا شمير به له نوو معاينو سره لا ډير شي.

يادې سيمې کې د زړو کسانو يو مرکز هم بشپړ ډول سره هغه مهال وتړل شو کله چې دياد مرکز دوه کار کوونکي په کرونا ويروس اخته شول.

د جنوبي ايالت روغتيا چارو مشره نيکولا سپورير د يکشنبې په ورځ د ټولنې غړو ترمينځ د دريو پيښو خبر ورکړ ولې يوه ورځ وروسته دا پيښې ۱۷ ته لوړې شوې.
د اډيليډ ښار روغتيا چارواکو هغه مهال د نوو پيښو لړۍ ته پام شو کله چې يوه ۸۰ کلنه ښځه کرونا ويروس معاينې لپاره روغتون ته ولاړه او د پايله يې مثبت وه.

داسې ويل کيږي چې د يادې ميرمنې کورنۍ دوه غړي هم په کرونا ويروس اخته شوي او د ناروغۍ وخت کې ياد کسانو په ځينو هوټلونو کې هم کار کړی.

Port Adelaide کې Hungry Jack's رستورانت، Mawson Lakes ښوونځی او Parafield Plaza Supermarket بشپړې صفايې لپاره تړل شوي.
ويکټوريا، ټازمانيا، لويديځ اسټراليا، شمالي سيمې د جنوبي اسټراليا (اډيليډ) ښار سره خپل پولې تړلي بله خوا نيو ساوت ويلز حکومت اعلان وکړ چې له اډيليډ سره به خپل پلوې پرانيستې ساتي.


شریکول
خپور شوی 16/11/2020 په 1:07pm
اپډیټ شوی 16/11/2020 په 1:46pm
سرچینه: AAP, SBS