نيو ساوت ويلز ايالت د کوويډ-۱۹ نږدې ۶۰۰۰ نوې پيښې ثبت کړې او ويکټوريا ايالت کې ماسک کارول جبري وګرځول شو

نيو ساوت ويلز ايالت کې پرلپسې د کرونا ويروس نوو پيښو ريکارډ جوړيږي او دادی يو ځل بيا ياد ايالت لومړي ځل لپاره له ۵۰۰۰ نوو ډير نوې پيښې ثبت کړې.

Long queues as people wait for a Covid test at Macquarie Park, Sydney.

The NSW government is considering providing free rapid antigen tests to state residents. (AAP) Source: AAP

د نيو ساوت ويلز ايالت حکومت په پام کې لري چې د کوويډ-۱۹ چټکې معاينې کڅوړې د ياد ايالت پر کورونو وويشي او هم دکانو او رستورانت ته داخليدو لپاره د QR چک يا ځان ثبتول جبري کړي.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشر ډومنيک پيروتيت داخلي ځايونو کې د ماسک کارونې جبري کولو څخه ډډه کوي ولې بله خوا بيا د همدې ايالت روغتيا مشران له خلکو غواړي چې ګڼې ګوڼې ځايونو کې د مخ ماسک وکاروي.

دا څرګندونې پداسې حال کې کيږي چې نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس اوميکرون ۵۷۱۵ نوې پيښې ثبت کړې چې له تيرې ورځې څخه ۲۰۰۰ پيښو ډيروالی ښايي.
نيو ساوت ويلز کې زرګونو کسانو د کوويډ-۱۹ معاينې ته مخه کولو سره پر لابراتوارونو فشار ډير کړی او همدا وجه ده چې حکومت په کورونو د معاينې کڅوړې ويشي ترڅو خلک يې په خپلو کورونو کې ترسره کړي.

ويکټوريا

ويکتوريا ايالت يو ځل بيا د پرلپسې ډيرو نوو پيښو ثبت وروسته په دآخلي ځايونو کې د ماسک کارول جبري اعلان کړ.

ويکتوريا ايالت بيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۰۰۵ نوې پيښې او لسو کسانو مړينه ثبت کړه.

د ماسک کارول په ټولو عامه داخلي ځايونو او لويو غونډو کې جبري وګرځول شو.

ياد ايالت کې له ۸ کاله ډير عمر لرونکي اړ دي ترڅو ماسک وکاروي.

بهر او داخل ځايونو کې تګ راتګ وخت کې بايد ماسک وکارول شي او بيا کله چې بهر ځايونو کې کينئ بيا ماسک کارول جبري نده.

د ويکټوريا ايالت روغتيا وزير مارټين فولي وايي، ماسک کولی شي د ويروس ليږد ډير راکم کړي او هم کاروبارونه پرانيستي وساتي.

بله خوا ځينو روغتيا پوهانو اټکل کړئ چې ګواکې اسټراليا به تر جنورۍ وروستي نيټې پورې په يوه ورځ کې د کرونا ويروس تر ۲۰۰،۰۰۰ نوې پيښې ثبت کړي.


شریکول
خپور شوی 23/12/2021 په 2:50pm
لخوا SBS Pashto
سرچینه: AAP, SBS