نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ټولنې غړو په مينځ کې ۱۸ نوې پيښې ثبت کړې.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ زره کسان کرونا ويروس لپاره معاينه شوي.
نوو پيښو څخه ۹ يې اوالون سيمې سره تړلې دي او د يادې سيمې ټولې مثبتې پيښې ۱۳۸ تنو ته لوړې شوي.
د روغتيا چارواکو نن خبريالانو ته وويل، د Croydon سيمه کې ډيرې نوې پيښې ثبت شوې او دا ويره ده چې ياده سيمه کې نور ډير کسان په ويروس اخته شوي وي.
د سيدني ښار لويديځ کې ۶ نوې پيښې په يوې کورنۍ کې پيدا شوي او بيا يادې کورنۍ له نورو خپلوانو سره ناستې هم کړي.
چارواکي اټکل کوي، ياده سيمه کې به ډيرې نوې پيښې ثبت شي.
نن شپې وروسته ټول سيدني کې په يو وخت کې ۵ کسان د بل کور ته تللی شي.
بهر ځايونو کې بيا په يو وخت کې ۳۰ کسان راټوليدو اجازه لري، نوي محدوديتونه په ټول سيدني ښار کې عملي کيږي.
د روغتيا مشرې ډاکټر Kerry Chant وويل، کورونو کې راټوليدل ډيرې ستونزې رامينځته کولی شي ځکه کورونو کې د کرونا ويروس شته تدابير نه مراعت کيږي.
د نيو ساوت ويلز مشره ګلاديس بريجيکلين له سيدني اوسيدونکو غواړي ترڅو کرونا ويروس لپاره دې معاينه وکړي او د نوي کال په شپه دې له ډير احتياط څخه کار واخلي.

Long lines of people waiting to be tested for COVID-19 at Wollongong Hospital in Wollongong, 29 December, 2020. Source: AAP
سيدني ښار کې د اور شيندنې مراسم پر مخ اچول کيږي ولې اور شيندنه يوازې ټکټ لروونکي کسان ليدلی شي.
نوي کال په شپه د سيدني ښار مرکزې سيمې د پوليسو لخوا تړل کيږي او يوازې ټکټ لرونکو کسانو ته ښار ته داخليدو اجازه ورکوي.