د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس نوې پيښې په ډيريدو دي او چارواکي ويره لري چې کيدای شي د کرونا ويروس نورو سيمو ته هم ليږدول شوي وي.
د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکو نن خبريالانو سره خبرو دوران کې د نوو محدوديتونو اعلان وکړ او سيدني ښار کې يې د ماسک کارونه جبري وګرځوله.
سيدني ښآر په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۷ نوې پيښې ثبت کړې.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان وويل، سيدني ښار اوسيدونکي بايد، په دکانو، سوپر مارکيټونو، سينماوو، عامه ټرانسپورټ، عبادت ځايونو، سينګار ځايونو او هم داخلي لوبو ځايونو کې د مخ ماسک وکاروي.
اغلې وويل، " مونږ لا دمخه د ماسک کارونې وړانديز کړی وه او اوس يې ځکه جبري کول غواړي ترڅو خلک دې ته مجبور نه کړو چې هر څه پرې بند شي ا ويو ځل بيا په کور شو."
سيدني ښار کې د ماسک کارونې جبري کيدل له سبا څخه پيل کيږي ولې له راتلونکې دو شنبې ورځ څخه به د يادې لارښونې سر غړوونکي ۲۰۰ ډالر جريمه کيږي.
بله خوا هغه کسان چې عمرونه يې له ۱۲ کلونو لږ وي هغوی اړ ندي چې د مخ ماسک وکاروي.
ورزش کلب کې به سبا وروسته يوازې ۳۰ کسانو ته اجازه ورکول کيږي.
عبادت ځايونه، ودونه او هم جنازې مراسو کې په يو وخت کې يوازې ۱۰۰ کسان راټوليدلی شي.
نايټ کلبونه بشپړ ډول سره وتړل شول.
نيو ساوت ويلز ايالت کې ترسره کيدونکي مظاهرو کې ۵۰۰ کسان ګډون کولی شي بله خوا دآخلي لويو محفلونو کې هم په يو وخت کې ۲۰۰۰ کسان ګډون کولی شي.
دا بنديزونه يوازې سيدني ښار باندې لګول شوي او لرې پرتې سيمې بيا له محدوديتونو پرته خپل ورځنی ژوند مخې ته وړلی شي.
له نوو پيښو څخه ۵ يې اوبرن سيمې ته نږدې برالا ښارګوټي کې ثبت شوي.
چارواکي، د سيدني لويديځ ګريسټان، اوبورن، بيرالا او ليډکمب سيمو اوسيدونکو څخه غواړي ترڅو لږو زکام ورته علايمو سره دې بايد د کرونا ويروس معاينه وکړي.
اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولړي، خپل د سيمې شته قوانينو باندې ځان پوه کړئ.
که تاسې زکام ورته نښې لرئ نو کور کې پاتې شئ او خپل ډاکټر سره په اړيکه کې شئ ترڅو ستاسو کرونا ويروس معاينه وکړي.
کرونا ويروس په اړه په ۶۳ ژبو معلومات لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
sbs.com.au/coronavirus