نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس محدوديتونو کې نرمښت راوستل کيږي

نيو ساوت ويلز ايالت کې هغو کسانو باندې د کرونا ويروس محدوديتونو کې نرمښت راوستل شو کوم چې چې بشپړ ډول سره واکسين شوي، يعنې دوه ډوزه د واکسين يې ترلاسه کړی. دا لومړی ګام دی چې حکومت يې د محدوديتونو لرې کولو برخه کې پورته کوي. د نيو ساوت ويلز ايالتي حکومت وايي، د خلکو بشپړ ډول سره واکسين کيدو شمير د ۷۰ او ۸۰ سلنې وروسته به ډيرې نورې آزادۍ د خلکو په برخه شي.

COVID-19 easing of restrictions

Source: AAP

دا مهال په لوی سيدني ښار، بلو ماونټين او ولونګانګ سيمو کې خلکو ته کور کې پاتې کيدو ويل شوي او يوازې ضروري کارونو لپاره خلک کولی شي له خپلو کورو بهر شي.

بله خوا هغو کسانو باندې بيا محدوديتونو کې نرمښت راغلی کوم چې بشپړ ډول سره واکسين شوي دي.

نيو ساوت ويلز کې ۱۲ ښارګوټي نومول شوي په کومو کې چې د کرونا ويروس پيښې پرلپسې ډيرې ثبت کيږي، حکومت يادو سيمو په اړه انديښنه څرګندوي.

له ۱۲ سيمو پرته نورو ټولو سيمو کې که کوم کس ۲ ډوزه واکسين اخيستی وي کولی شي تر ۵ کسانو پورې بهر کوم ځای کې سره راټول شي او يا ميله وکړي چې پدې کې ماشومان هم شامله دي.

په ۵ کسانو کې بايد ټول د هماغې سيمې اوسيدونکي اوسي او يا د يوې کورنۍ غړي.

کې خلک چې بشپړ ډول سره واکسين شوي يوې کورنۍ غړي کسان کولی شي د ۵ کسانو پپه شمير په يو وخت کې ميلې او يا سيل لپاره له خپل کور څخه بهر شي. د يادو سيمو کې خلک يوازې ۵ کيلو متره خپل کور شاوخوا وتلی شي او دا ناسته او يا ميله بايد کرفيو وختونو څخه مخکې وي.
LGAs of concern in Greater Sydney COVID-19
There are 12 Local Government Areas (LGAs) of concern in Greater Sydney including some suburbs in Penrith. Source: SBS
دا د يو ساعت ورزش سربيره کورنيو ته بهر وتلو يا ميله کولو اجازه ورکول کيږي.

تاسې بايد د واکسين شوي يو ثبوت له ځانسره ولرئ.
د نيو ساوت ويلز ايالت لرې پرتې سيمې.

د نيو ساوت ويلز ايالت ځينې لرې پرتې سيمې چې په تيرو ۱۴ ورځو کې يې نوې پيښې ندي ريکارډ کړي سپټمبر مياشت ۱۱ نيتې وروسته پرې محدوديتونه لرې شول.

يادو سيمو څخه په کور کې پاتې کيدو بنديز لرې شوی، کورونو کې ۵ کسان ميلمانه راغوښتلی شي، او ۲۰ کسان بيا بهر کې سره راټوليدلی شي.

رستورانتون، ورزشي کلبونه او کاليو خرڅ دکانونه به هم لرې پرتو سيمو کې پرانيستل کيږي.
Map showing Metropolitan Sydney
Map showing Metropolitan Sydney Source: NSW Government
د نيو ساوت ويلز حکومت وايي، د دوه ډوزه واکسين شوو کسانو شمير ۷۰ څکه تر ۸۰ سلنې لوړيدو وروسته به ډير څه بيرته پرانيستل کيږي.

دولتي چارواکي او روغتيا برخې کار کوونکي له ټولو غواړي ترڅو دې واکسين ترلاسه کړي.


 

ويکټوريا

په ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۴۴۵ نوې پيښې ريکارډ شوې.

له نوو پيښو څخه د ۱۲۹ منبع معلومه ده او نورو پلټنه روانه ده. حکومت ملبورن ښار اوسيدونکو څخه غوښتي ترڅو دې واکسين ترلاسه کړي.


پلازمينه کنبيرا

کنبيرا کې د ۲۲ نوو پيښو وروسته لګول شوي محدوديتونه يوې مياشت لپار وغځيدل.

نوو پيښو څخه ۱۳ يې ناروغۍ دوران کې لږ وخت کور کې تير کړی نور ټول مثبتو پيښو کسان ټولنه کې تګ راتګ کړی.


شریکول
خپور شوی 14/09/2021 په 8:10pm
سرچینه: SBS