د کابل او جلال آباد خونړي بريدونو په اړه د افغان حکومت او امريکا غندنو کې توپير وه

کابل او جلال آباد کې خونړيو پيښو چې سلګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله يو ځل بيا د نړۍ پام ځانته کړ.

A soldier holds a baby at the scene of an attack at a Doctors without Borders hospital in Kabul, Afghanistan, 12 May 2020.

A soldier holds a baby at the scene of an attack at a Doctors without Borders hospital in Kabul, Afghanistan, 12 May 2020. Source: AAP

تيره ورځ پر ملکي کسانو دوو جلا بريدونو کې سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا بريدونه داسې مهال کيږي چې افغان حکومت د کرونا ويروس وبا کنټرول برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

کابل کې بريدګرو پر يو سل بستريز روغتون بريد وکړ په کوم کې چې ډاکټران، ښځې او ماشومان ووژل شول، تر دې دمه د ياد بريد پای کې ۲۴ کسان وژل شوي او ګن شمير نور ټپيان دي.

بله خوا ننګرهار کې په هماغه ورځ پر جنازې مراسومو بريد وشو چې ۳۲ کسان ووژل شول او ۱۶۵ نور ټپيان شول.

د کابل روغتون بريد چيرې چې ډير قربانيان اميندوارې ميرمنې او هم هغه ښځې وې کومو چې نوی زيږون کړی وه د نړۍ د خبرونو سر ټکي کړل.

د نړۍ ځينو تر ټولو ډير لوستونکو ورځپانو بيا د کابل بريد يې د ورځپاڼو مخ پانه چاپ کړې وه.

روژې مبارکې مياشت کې طالبانو او نورو اورپکو خپلو بريدونو ته زور ورکړې او د افغانستان ملي امنيت ادارې په وينا، يوازې د امريکا او طالبانو سولې تړون لاسليک وروسته طالبانو ۳۷۱۲ بريدونه کړي.

د کابل او جلال اباد بريدونه په نړيواله کچه وغندل شول ولې دا ځل غندنه کې د افغان حکومت او امريکا توپير ليدل کيده.

افغان حکومت د کابل او جلال اباد بريدونو پړه پر طالبانو واچوله او طالبان يې د سولې دښمنان خطاب کړل.

بله خوا طالبانو په جلال اباد او کابل بريدونو کې لاس لرل رد کړي، ولې به خوا دايش ډلې ويلي يوازې د کابل بريد دوی کړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له بريد وروسته افغان امنيتي ځواکونه يې له دفاعيي حالت څخه ويستلو اعلان وکړ او هغوی ته د تعرضي بريدونو اجازه ورکړل شوه.

امريکا د کابل او جلال آباد بريدونو غندنې ترڅنګ د هغه پړه پر طالبانو نده اچولې بلکې د غندې پر مهال د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو خپل ټويټر پاڼه باندې ليکلي،  افغانان د يو ښه راتلونکي مستحق دي او دوی بايد سره د ترهګری پر وړاندې راټول شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) هم يادو بريدونو په اړه اعلاميه خپره کړې او د يادو بريدونو غندنو ترڅنګ يې ويلي د يادو بريدونو عاملين بايد محاکمه شي.

د ډبليو ايچ او يا روغتيا نړيوالې ادارې مشر ډاکټر تيدروس هم کابل کې پر روغتون د بريد غندنه کړې
An Afghan security officer carries a baby (AAP)
An Afghan security officer carries a baby (AAP) Source: AP
کابل کې د روغتون بريد انځورونو نه يوازې افغانانو لپاره بلکې له افغانستان څخه بهر هم د ډيرو زړونه مات او ټولنيزو رسنيو کې يې خپل دردونکي احساسات خپاره کړل.

ځينو بهرنيو خبريالانو دا هم ليکلي چې دوی خپل ټول کاري دوره کې له دومره سخت خبر او انځورونو سره نه و مخ شوي.

ټلويزيوني وينا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، عامو خلکو ته امنيت برابرولو لپاره او هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو خطر پر وړاندې زه افغان امنيتي ځواکونو ته امر کووم ترڅو دې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت غوره کړي.

د ولسمشر غني ياد دريځ په اړه تر دې دمه امريکا غبرګون ندی ښودلی. د افغانستان او امريکا هوکړې له مخه که طالبان پر افغان ځواکونو بريد وکړي نو امريکا به له افغان ځواکونو سره دفاع کوي.

د امريکا دفاع وزارت وياند توماس کامبيل ويلي، افغان سولې پر وړاندې داسې ده لکه لار کې چې تيز باد او خراب سرک شاهده اوسو، ولې سياسي جوړجاړی کولی شي جګړه ختمه کړي.

د افغانستان ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم

The Dasht-e-Barchi Hospital in Kabul, where runs the maternity, was attacked. Explosions and gunfire were reported. Efforts are still on-going to evacuate patients and staff. More information will follow.

— MSF Afghanistan (@MSF_Afghanistan)


شریکول
خپور شوی 14/05/2020 په 11:34am
سرچینه: Reuters - SBS, SBS Pashto