د نيوزيليند روغتيا چارواکي وايي، تر اوسه پدې ندي پوه چې څنګه دا ويروس له دومره ډيرې مودې وروسته يو ځل بيا نيوزيليند ټولنې ته لار پيدا کړه.
د نيوزيلند روغتيا لوړ پوړی چارواکی اشلي بلومفيلډ وويل، تيرو دوو ورځو کې ۱۳ نوې پيښې چې په هغې کې د هوټل قرنطين شوي مسافر هم شامل دي ثبت شوي.
د نيوزيلند اوکلند ښار وروسته له هغه له درې مرحلې محدوديتونو سره مخ شو کله چې ټولنه کې د خلکو ترمينځ يو ځل بيا د کرونا ويروس پيښې وليدل شوې.
درې مياشتې مخکې نيوزليند هيواد ۵۱ ورځو لپاره پر ټولنې خلکو محدوديتونه لګولي ول او له هغې سره يې وشو کولی ياد هيواد کې د کرونا ويروس په بشپړ ډول له مينځه يوسي.
د نوو پيښو ثبت وروسته اوس د اکليند ښار ۶۰ ساعتونو لپاره له نوو محدوديتونو سره مخ دی او خلک ضروري کار پرته له کوره بهر وتلو اجازه نه لري.