د اسټراليا دفاع وزارت اعلان وکړ چې شاوخوا ۶۷۷ افغانانو چې له اسټراليايي ځواکونو سره يې افغانستان کې مرسته کړې د اسټراليا ويزو ترلاسه کولو لپاره وړ ګڼل شوي.
ياد وزارت وايي، د اسټراليايي ځواکونو پخواني کارکوونکو شاوخوا ۱۶۰۰ غوښتنليکونه ارزولو وروسته ويزې ترلاسه کړي.
بله خوا د ياد وزارت په وينا له ۵۰۰ څخه ډير غوښتنليکونه رد شوي او ۳۵۰ غوښتنليکونه تړل شوي ځکه يادو کسانو خپل غوښتنليکونه خپله تړلي.
د دفاع وزارت لخوا د اسټراليا سنا مجلس ته ته معلوماتو ورکولو دوران کې د ۷۰ نورو غوښتنليکونو خبر هم ورکړ پر کومو چې لا تر اوسه پريکړه نده شوې.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن لا دمخه افغانان کډوالو لپاره د اسټراليا کلنۍ کډوالو پروګرام څخه د ۳۰۰۰ ويزو ورکړې خبر ورکړی.
حکومت ويلي، کيدای شي راتلونکي کې د ويزو دا شمير ډير شي.
اګيست مياشت کې د طالبانو لاس ته کابل غورځيدو وروسته ۲۶،۰۰۰ څخه ډيرو افغانانو د اسټراليا ويزو لپاره غوښتنليک ورکړئ چې غوښتنليکونو کې شاملو کسانو شمير بيا له ۱۰۰،۰۰۰ څخه لوړ ښودل شوی.
د افغانستان پخواني حکومت ړنګيدو وروسته اسټراليا ځانګړو پروازونو له لارې له افغانستان څخه ۴۱۰۰ کسان ويستلي.
ويستل شوو کسانو څخه يې ۳۰۰۰ افغانان ول چې د اسټراليا ويزې يې لرلې، ۶۳۵ د انګلستان وګړي، ۱۶۷ د اسټراليا اتباع او ۵۲ د نيوزيليند اتباع شامله ول.
۲۰۰ اسټراليايان لا اوس هم افغانستان کې دي
ويل کيږي چې دا مهال ۹۶ اسټراليايي اتباع او ۱۰۶ دايمي ويزو لرونکي افغانستان کې دي.
د اسټراليا حکومت وشو کولی د روانې مياشتې په ۱۱ نيټه د قطر هيواد په همکارۍ له کابل څخه په يو پرواز کې ۳۴ اسټراليايان باهر وباسي او حکومت وايي راتلونکي کې کوښښ کوي ترڅو ورته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
دا لا څرګنده نده چې د اسټراليا ويزو لرونکو شمير چې افغانستان کې دي څومره کسانو ته رسيږي.