Key Points
- Hundreds of thousands of robodebt victims have had their cases wiped.
- The unlawful debt recovery scheme falsely accused welfare recipients of owing money to the government.
اسټراليا کي نږدې ۲۰۰،۰۰۰ کسانو ته چې سينټرلينک لخوا ويل شوي ول چې هغه پورونه بيرته ورکړي کوم چې حقيقت کې دوی نه وو اخيستي حکومت لخوا معافيت ترلاسه کوي.
فدرالي حکومت د سينسټرلينک ربوټ سيسټم له لارې د پورونو راټولولو ټول هغه قضيې چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې فعاله دي بندوي.
د اسټراليا پخواني حکومت نوي نوښت له لارې سيسنټرلينک سيسټم لپاره يې ځيرک ربوټ سيسټم جوړ او له خلکو قرضو راټولولو لپاره وکارول شو، ولې دې سيسټم زرګونه خلک نا حقه په نښه کړل او له هغوی څخه يې حکومت ته پيسو ورکړې غوښتنې وکړې.
د خلکو ناندريو او تير حکومت پلټنې وروسته دا وموندل شول چې زرګونه کسان ناحقه په نښه شوي او د پيسو راټولو سيسټم د هغوی ژوند اغيزمن کړی.
سلګونو کسانو په ګډه پخواني حکومت پر وړاندې يې محکمې ته شکايت وکړ او هماغه وو چې حکومت اړ شي ترڅو سلګونه ميليونه ډالر د ياد ربوټ سيسټم قربانيانو ته ورکړي.
د تير حکومت سينټرلينک ربوټ سيسټم له لارې له ۳۱۸۰۰۰ کسانو څخه ۷۵۰ ميليونه ډالر په غلطه توګه راټولې شوې دي.
د ټولنیزو خدماتو وزیر آمندا ریشورت وویل چې د پاتې قضیو پاکول به هر آسټرالیايي ته ډاډ ورکړي چې سيسټمونه بدليدلی شي.
اغلې ریشورت وویل چې د قضیو تعقیب به ګران وو او وخت مصرف وي ، او د فلاحي سیسټم په اړه به د خلکو باور زیانمن کړي، نو همدې له وجې د ۲۰۰،۰۰۰ اسټراليايانو د سينټرلينک قرضو ورکړې قضيې وتړل شوې.