اس بي اس پښتو خپرونې دا موندلې چې تيرو دوو ورځو کې شاوخوا ۸۰ ژباړونکي سره د کورنيو يې اسټراليا ته راوستل شوي او د لا نورو راوستلو لړۍ روانه ده.
تيره اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې شاوخوا ۸۰ ژباړونکي او کورنۍ غړي اسټراليا ته راوستل شول.
ترلاسه شوو معلوماتو له مخه شاوخوا ۸۰ افغانان د اسټراليا بيلابيلو ښارونو ته رسيدلي او دا مهال هوټلونو کې قرنطين دي چې له قرنطين وروسته ټولنه کې ژوند پيلوي.
محمد موسی افضلي چې پخوا يې افغانستان کې د اسټراليا ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی تيره پنجشنبه سره د کورنۍ د اسټراليا ملبورن ښار ته ورسيد.
ښاغلی افضلي سره د دريو ماشومانو دا مهال هوټل کې قرنطين دی او وايي، "مونږ له اسټراليا له زړه مننه کوو شې افغان ژباړونکي يې له افغانستان څخه بهر وويستل او له کابل څخه تر ملبورن ښار پورې مې هيڅ ستونزه او کمی ونه ليد."
" اسټراليا کې له مونږ څخه ډير ښه هرکلی وشو او زه او ماشومان مې ډير خوښ يو."

Mohammad Musa Afzali's two daughters and son in hotel quarantine. Source: SBS Pashto
زه اوس افغانستان کې خپل کورنۍ پاتې غړو خونديتوب لپاره انديښمن يم او هر کله سوچ کووم چې څنګه هغوی هم له افغانستان څخه وباسم."
بل ژباړونکی فرهاد نبي زاده هم خپل کورنۍ سره سيدني ښار ته ورسيد.
نوموړي اسټراليايي ويزې لپاره ۲۰۱۵ کال کې غوښتنليک ورکړی وه او په کال ۲۰۲۰ يې د اسټراليا ويزه ترلاسه کړه.

Farhad Nabi Zadah during his time working with the ADF. Source: SBS Pashto
" زه دومره خوښ يم چې داسې احساس کووم لکه چې خپله پرواز کووم، زما ماشومان آزاد دي او دوی به ښوونځي ته ځي.
کله چې ما له ډير انتظار وروسته د اسټراليا ويزه ترلاسه کړه نو پخواني دردونه او غمونه مې هير شول."
د اسټراليا حکومت وايي، هغه ژباړونکي چې د اسټراليا ويزې ترلاسه کوي هغوی اسټراليا ته سفر کولو اجازه لري او پرې کوم بنديز نه لګول کيږي.

Mr Zadah and his children aboard their evacuation flight. Source: SBS Pashto
د اسټراليا حکومت وايي، د ژباړونکو ويزو طی مراحل دوی ته لومړيتوب لري.
د اسټراليا مهاجرت ادارې وياند اس بي اس پښتو ته وويل، له افغانستان څخه د افغان ژباړونکو راوړلو مسلې جزيات له رسنيو سره د محرميت له مخه نه شريک کيږي.
د مهاجرت ادارې وياند وويل، له ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال راپديخوا پدې څو مياشتو کې تر تولو ډيرې ويزې ورکړل شوي او سلګونو افغان ژباړونکو او پخوانيو کار کوونکو او کورنيو ته ويزې ورکړل شوي.

Mr Zadah and his two children waiting for their flight to Australia. Source: SBS Pashto
د اسټراليا مهاجرت اداره وايي، د ۲۰۱۳ کال راهيسې ۱۴۰۰ افغان ژباړونکو او کورنيو غړو ته ويزې ورکړي او يادو کسانو ده د Afghan LEE پروګرام له مخه ويزې ورکړي.
يوازې روان کال اپريل مياشت ۱۵ نيټې راپديخوا د اسټراليا حکومت ۱۸۰ افغان ژباړونکو او کورنيو غړو ته ويزې ورکړي.
لدې وړاندې اس بي اس دري ژبې رپوټ ورکړی وه چې لسګونو افغانانو ته ويزې ورکړل شوي او اسټراليا ته راتګ انتظار وباسي.
د اسټراليا حکومت د ۲۰۱۲ کال ډيسيمبر مياشت کې اعلان وکړ چې خپل ټولو افغان کارکوونکو ته د اسټراليا ويزې ورکوي کوم چې کار کولو له وجې يې ژوند په خطر کې وي.