۲۰۰۱ کال راهيسې ۴۰۰ اسټراليايي پوځيانو ځانوژنه کړې

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له ډيرو فشارونو وروسته د اسټراليا برحال او تقاعد شوو پوځيانو د ځانوژنې پيښو پلټنې لپاره د رويال کميسيون وټاکله. ياد کميسيون به د پوځيانو ځانوژنې پيښو ډيروالي دلايلو ژوره پلټنه کوي.

Afghan National Security Forces (ANSF) partnered with Australian Special Forces from the Special Operations Task Group conducted a deliberate operation to clear a Taliban insurgent stronghold in the Shah Wali Kot region of northern Kandahar province.

Afghan National Security Forces (ANSF) partnered with Australian Special Forces Source: AAP/Dept of Defence

اسټراليا کې د پخواني او برحاله پوځيانو ځانوژنو پيښو ډيروالي انديښنې ډيرې کړي او د يادې مسلې جدي پلټنې غوښتنه شوې.

افغانستان جګړه کې د ۴۳ اسټراليايي پوځيانو وژل کيدو پر پرتله د هغو پوځيانو شمير څو برابره دی کوم چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې يې اسټراليا کې ځانوژنه کړې.

۲۰۰۱ کال راهيسې پرلپسې اسټراليايي پوځيانو ترمينځ د ځانوژنې پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي.

جولي انن فيني، يادې مسلې ته د اسټراليايانو پام اړولو لپاره ملي کمپاين پيل کړی، د نوموړې زوی اسټراليا پوځ سره ۲۰ کاله کار کولو وروسته يې ۲۰۱۹ کال کې ځانوژنه وکړه. 

۲۰۰۱ کال راهيسې له ۴۰۰ ډيرو اسټراليايي پوځيانو ځانوژنه کړې.
A picture of David Finney, who died in 2019.
A picture of David Finney, who died in 2019. Source: Supplied
له تيرو کلونو راهيسې د پوځيانو او هم د هغوی مدافعينو لخوا له دولت څخه غوښتنه کيده ترڅو دا مسله جدي ونيسي او د پوځيانو ځانوژنې وجې څرګندولو پلټنه وشي.

لومړي وزير سکاټ موريسن د روانې اونۍ دو شنبې په ورځ يادې موضوع پلټنې لپاره د کميسيون جوړيدو اعلان وکړ.
اغلې فيني د زوی ځانوژنې پيښې وروسته ۴۰۰ زرو کسانو د نوموړې په غوښتنه لاسليک ورکړ او دولت څخه د يادې موضوع پلټنې غوښتنه وشوه.  د پلټنې کميسيون به له پوځي ماموريت وروسته د پوځيانو عادي ژوند ته ګرځيدل، پر پوځيانو د جګړې اغيزې او هغوی ته روغتيايي اسانتياوو شتون کتنه کوي.

اسټراليايي پوځيانو د دولت لخوا د ياد کميسيون جوړيدو هرکلی کړی او ويلي دي، ياد کميسيون به پوځيانو پر وړاندې موجوده ستونزو له حقيقت څخه پرده پورته کړي
د ياد کميسيون جوړيدلو اعلان داسې مهال وشو چې لومړي وزير سکاټ موريسن افغانستان کې د پاتې ۸۰ پوځيانو ويستلو پريکړه وکړه.

 


شریکول
خپور شوی 22/04/2021 په 5:06pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:04pm
لخوا Tom Stayner, Pablo Vinales