ملګري ملتونه: له نيمايي ډير افغانان د خوراک نه شتون له امله يې ژوند له خطر سره مخ دی

د ملګرو ملتونو خواړو پروګرام يا WFP خبرداری ورکړی چې راروان ژمي موسم کې به ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي که چيرې دوی ته عاجله مرستې ونه رسيږي.

Women and children at a camp for internally displaced people in Kabul, Afghanistan, Saturday, Oct. 9, 2021.

Women and children at a camp for internally displaced people in Kabul, Afghanistan, Saturday, Oct. 9, 2021. Source: AP

د ملګرو ملتونو خوراک نړيوال پروګرام وايي، راتلونکې ژمې کې د ۲۲ ميليونو افغانانو ژوند لوږې له وجې له ستر خطر سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي، افغانان په ټوله نړۍ کې تر نورو ډير له ستر بشري ناورين سره مخ دي.

د ډبليو ايف پي ادارې مشر David Beasley وايي. "راتلونکي ژمې موسم کې ميليونونه افغانان له دوو غوراوو سره مخ دي يا مهاجرت او يا هم لوږه. مونږ بايد د ژوند ژغورنې چارې ګړندۍ کړو."

د خوراک نړيواله اداره وايي، که مونږ اوس لاس په کار نشو نو بيا شيبې شميرو ترڅو له بد ناورين سره مخ شو.

ډبليو ايچ او وايي، يو به دوو افغانانو کې کړيچ سره او يا هم د خوراک او کمښت بيړني حالت سره مخ دي.

افغانانو لپاره راتلونکی ژمی به په يوې لسيزې کې تر ټولو سخت وي ځکه ۲۰ کلنه جګړه کې لا هم افغانان کړيدل او بيا طالبانو واکمنۍ وروسته دا ستونزې لا څو برابره ډيرې شوې.

طالبان په اګيست مياشت کې قدرت ته رسيدو سره د سوکالۍ راوستلو ژمنه وکړه، ولې طالبان خپله له نړيوالو بنديزونو سره مخ دي، بيا بله خوا وچکالي هم ستونزې لا لدې هم ډيرې کړي.

د افغانستان لويديځ کې ډيرو کورنيو خپل توکي خرڅ کړي او نورو ولايتونو ته يې ګډه کړې.

بله خوا د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد وايي، د طالبانو اسلامي حکومت هڅه کوي ترڅو افغانان له اوسني حالت څخه بهر وباسي او نړيوالې مرستې هم رسيدلي.

"مونږ کوو کوو ترڅو د خواړو او نورو کاليو توکو ويش ښه شکل سره ترسره کړو، ښاغلي وويل ټولې انديښنې به هوارې شي.

د ملګرو ملتونو کرنۍ او مالدارۍ اداره وايي، بيړې سره ۱۵.۲ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده بيا بل کال لپاره کرونګرو لپاره ۲۶۶.۵ ميليونو ډالرو مرستې ته بيړې سره اړتيا ده.

 


شریکول
خپور شوی 26/10/2021 په 6:43pm
سرچینه: AFP, SBS