Key Points
- Soaring cost of living pressures for almost five million Australians will be eased with welfare payments.
- More than 4.7 million Australians struggling to cope with cost of living pressures.
له ۴.۷ ملیون څخه ډیر آسټرالیایان د ژوند له فشارونو سره مبارزه کوي او دوی د مرستې ترلاسه کولو ته انتظار باسي.
د ټولنیزو خدماتو وزیر امانډا ریشورت وویل چې د سپتمبر په ۲۰ پیل شوي د فلاحي تادیاتو لپاره د پيسو رقم زياتوالی به ۳۰ کلونو او بيا تقاعد شوو کسانو لپاره په تيرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوړ رقم دی.
نوموړې د دوشنبې په ورځ وویل: "موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې د آسټرالیا اړمنو کسانو ته تل رسيدنه وشي او د پيسو زياتوالي سره د هغوی اقتصادي فشار کمولو کې مرسته وشي."
د عمر تقاعد شوو کسانو، د معلولیت ملاتړ تقاعد شوو کسانو او هم د پاملرونکو لپاره حکومتي مرستې پيسې دوو اونيو کې ۳۸.۹۰ ډالر او مجردانو والدينو لپاره ۵۸.۸۰ ډالر زياتيږي.
د تقاعد اعظمي نرخ به په اونۍ کې ۱۰۲۶.۵۰ ډالرو ته لوړ شي او مجردانو لپاره دا رقم ۷۷۳.۸۰ ډالرو ته زياتيږي.
بله خوا د تقاعد اخیستونکي جوړه د هر غړي لپاره دوو اونيو کې ۱۵۴۷.۶۰ ډالر ورکول کيږي.
د دندې لټونکونکي، د والدینو تادیه، او د کرایې مرستې ترلاسه کونکي به هم ډيرې پيسې ترلاسه کړي.
د ماشومانو پرته د مجردانو لپاره د دندې لټونکي به په هره اونۍ کې ۲۵.۷۰ ډالرو ډيروالي سره ۶۷۷.۲۰ ډالر ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې د والدینو تاديې رقم به په هره اونۍ کې ۳۵.۲۰ ډالرو ډيروالي سره ۹۲۷.۴۰ ته لوړ شي.
د شریک کار لټون کونکي تادیه او د والدینو تادیاتو ترلاسه کونکو لپاره به په هره اونۍ کې ۲۳.۴۰ ډالرو ډيروالي سره ۶۱۶.۶۰ ډالرو ته لوړ شي.
د تقاعد اعظمي نرخ به د مجردانو لپاره په هره اونۍ کې ۵۰ ډالرو ډيروالي سره ۱،۰۲۶ ډالرو ته او د تقاعد اخیستونکي جوړه د هر غړي لپاره ۷۷۳.۸۰ او يا ۱،۵۴۷.۶۰ ته لوړ شي.
د دندې لټونکونکي، د والدینو تادیه د کرایې مرستې ترلاسه کونکي به هم ډيرې پيسې ترلاسه کړي.