اسټراليا څخه بهر نورو هيوادونو کې شاوخوا ۳۸۰۰۰ کسان بند دي او يادو کسانو له اسټراليا حکومت سره ځانونه راجسټر کړی ترڅو اسټراليا ته بيرته راشي.
د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي ټوني شيهان ويلي چې ل ۳۸ زره بهر کې بند پاتې اسټراليايانو څخه ۴۵۶۹ يې اړمن کسان دي چې حکومت د همدې کسانو راوستلو باندې فوکس کوي.
بهر کې بند پاتې اسټراليايانو څخه ۶۰۰۰ کسانو ويلي چې دوی د روان کال وروستيو ۳ مياشتو کې اسټراليا ته راتګ غواړي.
يعنې دا ويلی شو چې ۳۲ زره اسټراليايان غواړي اسټراليا ته راشي.
له اسټراليا څخه بهر بند پاتې ۴۳۸ ماشومان هم موجود دي د کومو مور او پلار چې اسټراليا کې دي.
له يادو ماشومانو څخه ۱۹۱ يې هند کې بند پاتې دي.
استراليا ته راتګ لپاره ډير کسان په هند کې ځانونه راجسټر کړي او له ياد هيواد څخه غواړي اسټراليا ته راشي.
فدرال حکومت تر دې دمه له ۴۷۲۷ اسټراليايانو سره مالي مرسته کړې ترڅو هغوی اسټراليا ته راوړل شي.