اسټراليا کې چارواکي پدې باور دي چې د کرونا ويروس خپريدل يې کابو کړی او ورځ تر بلې هر ايالت کې د لږ شمير نوو پيښو خبر ورکول کيږي.
تيره اونۍ اسټراليايي چارواکو وويل، که چيرې حالت همداسې روان وي نو راتلونکو اونيو کې به ځينو محدوديتونو کې نرمښت راوړي.
اسټراليا کې له ۱۰۰ ډيرو مخکښو اقتصاد پوهانو بيا پر حکومت غږ کړی ترڅو دې د خلکو روغتيا ته د اقتصاد پر پرتله لومړيتوب ورکړي.
لومړی وزير سکاټ موريسن هغه مهال تر فشار لاندې راغی کله چې نوموړي د کويډ-۱۹ له امله رامينځته شوي اقتصادي بحران څخه وتلو لپاره په ځينو محدوديتونو کې د نرمښت راوستلو خبر وکړه.
د لومړي وزير ياد دريځ په غبرګون کې د اسټراليا ۱۷۰ اقتصاد پوهانو له لومړي وزير څخه غوښتي ترڅو دې شته محدوديتونه د ياد ويروس ختم پورې پر ځای وساتي.
ځينو اقتصاد پوهانو وويل، که چيرې لومړی وزير محدوديتونه لرې کړي نو دا د خلکو روغتيا له اقتصاد سره سودا کولو معنی لري.

93% of Australians believe Australia has handled the coronavirus well. Source: AAP
“مونږ يو پياوړی اقتصاد نشو لرلی که چيرې زمونږ روغتيايي بحران موجود وي.“
تول اسټراليا کې د ټولنيز واټن تر نامه لاندې سختو تدابيرو وشو کولی چې د کرونا ويروس خپريدو مخه ونيسي او پر روغتيا سيسټم بوج لږ وساتي.
د نيو ساوت ويلز ايالت چې تر نورو ايالتونو ډيرې مثبتې پيښې لري، لومړي ځل لپاره يې يوازې د ۶ نوو مثبتو پيښو خبر ورکړ.
ولې بله خوا د ټولنيز واټن محدوديتونو د اسټراليا اقتصاد ته ستر تاوان رسولی، په ځانګړي ډول د سياحت، الوتنې او رستورانو او هوټلونو کاروبارنه ډير زيانمن شوي.
”اسټراليا کې بايد تر هغه کوربند او ګرځبند پر خپل ځای وي، تر کله چې د کرونا ويروس پيښې کمی شوې نه وي او هم د کرونا ويروس معاينې بڼه ډيره پراخه شوې نه وي ترڅو دا معلومه شي چې څومره اسټراليايان ياد ويروس لري.”
په پام کې ده چې د اسټراليا اقتصادي تاوان به د ۱۹۳۰ کال ستر خپګان دور چې د ګريټ ډيپريشن په نامه ياديږي
وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسيږي.
د اسټراليا حکومت وايي، تر جون مياشت پورې ۱۰ سلنه اسټراليايان به خپل کارونه له لاسه ورکړي.
بله خوا د پيسو نړيوال صندوق وړاندوينه کوي، د اسټراليا اقتصاد به د روان کال تر پايه ۶.۷ سلنه تاوان سره مخ شي.