طالبانو واک ته رسيدو وروسته له ۱۰۰،۰۰۰ ډيرو افغانانو د اسټراليا بشري ويزو ته غوښتنليکونه ورکړي

د کډوالو مدافين وايي، د اسټراليا بشري ويزو ته په دومره ډير شمير غوښتنليک ورکول دا ښايي چې څومره افغانان پدې هڅه کې دي ترڅو له افغانستان څخه بهر شي او وحشت څخه پناه واخلي.

تخلیه شدگان افغان

آسترالیا در جریان عملیات نجات ۴۱۰۰ نفر را با پروازهای نظامی از کابل خارج کرد. Source: Department of Defence

د اسټراليا حکومتي چارواکو سنا مجلس ته معلوماتو وړاندې کولو دوران کې وويل، اسټراليا ته راتګ او د اسټراليا بشري ويزو ترلاسه کولو لپاره له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډيرو افغانانو غوښتنليکونه د اسټراليا مهاجرت ادارې ته سپارلي.

د اسټراليايي ويزو غوښتنه دا په ډاګه کوي چې د طالبانو واکمنۍ وروسته کابل څخه د اسټراليا حکومت لخوا د ځينو افغانانو ويستلو وروسته اوس بې شميره افغانان هڅه کوي ترڅو خپل هيواد پريږدي.

د اسټراليا سنا مجلس افغانستان کې د اسټراليا د ۲۰ کلن حضور او ماموريت پلټنه کوي.

د يادې پلټنې دوران کې د اسټراليا کورنيو چارو وزارت چارواکي ډيويډ ويلډين وويل، پدې وروستيو اونيو کې بې شميره افغانانو د اسټراليا بشري ويزو لپاره غوښتنليک ورکړی.

“مونږ ۲۶،۰۰۰ غوښتنليکونه ترلاسه کړي په کوم کې چې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډير افغانان ځای شوي او ويزو غوښتنه کوي.

هر څوک چې پدې ويزه راځي هغوی به بشري مرستو له لارې اړمن کسان وي.“

د اسټراليا بشري ويزو لپاره ورکړل شوي غوښتنليکونو کې ګڼ شمير کورنۍ غړي او يا نور کسان ځای شوي او همدا يې وجه ده ده چې د ۲۶،۰۰۰ غوښتنليکونو په مينځ کې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډير کسان موجود دي.

ځيني افغانان چې د اسټراليا ويزې لري له افغانستان څخه بهر نه ووځي او دوی وايي چې بايد د کورنۍ غړو ته يې هم ويزې ورکړل شي ترڅو هغوی له افغانستان څخه بهر وباسي.

د کډوالو مدافع سارا ديل وايي، ډير افغانان د اسټراليا بشري ويزو ته غوښتنليک ورکول دا څرګندوني چې هغوی د پناه او خونديتوب په لټه کې دي.

د اسټراليا فدرال حکومت دا ژمنه کړې وه چې خپل بشري ويزو مرستې پروګرام له لارې به ۳۰۰۰ افغانانو ويزې ورکوي.

اسټراليا هر کال له بهر څخه د بشري مرستو پروګرام له لارې ۱۳۷۵۰ کډوال اسټراليا ته راولي، حکومت همدې پروګرام څخه يې افغانانو ته ۳۰۰۰ ويزې ځانګړې کړې ولې اوس سوال دا پيدا کيږي چې ايا په دومره ډير شمير د افغانانو لخوا ويزې غوښتنې سره به د اسټراليا حکومت د ويزو شمير ډير کړي او يا که نه؟

سنا مجلس ته دا هم ويل شوي چې دا مهال افغانستان کې د اسټراليا ۲۸۶ اتباع او دايمي ويزو لرونکي شتون لري او له اسټراليا حکومت څخه يې د مرستې غوښتنه کړې.

لدې وړاندې د اسټراليا حکومت د هغو افغانانو شمير امنيتي او نورو دلايلو له امله نه څرګندوه کومو چې غوښتل اسټراليا ته راشي.

کابل باندې د طالبانو واک ترلاسه کولو وروسته د اسټراليا نظاميانو ۴۱۰۰ کسان له کابل څخه بهر وويستل او دا پداسې حال کې وه چې زرګونو افغانانو هڅه کوله ترڅو له افغانستان څخه بهر ووځي.

ګڼ شمير خيريه موسسې له اسټراليا حکومت څخه غواړي ترڅو دې د ويزو شمير لکه کاناډا او انګلستان ۲۰،۰۰۰ ته لوړ کړي. 


شریکول
خپور شوی 11/10/2021 په 10:04pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:00pm
لخوا Tom Stayner, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS News