د میلیونونو آسټرالیایانو د سینټرلینک په پیسو کې زیاتوالی راځي

د مارچ د میاشتې له ۲۰مې نېټې څخه د هغو کسانو په تادیاتو کې زیاتوالی راځي چې له حکومت څخه مالي مرسته ترلاسه کوي.

People lining up on pavement next to a road.

Single JobSeeker recipients with no kids, and people over 22 on ABSTUDY, will soon get an extra $13.50 per fortnight. Source: AAP / James Ross

د معاشونو او نرخونو ترمنځ د توازن له نویو ترتیباتو سره ټاکل شوې ترڅو د هغو کسانو په معاشونو کې زیاتوالی راشي چې له حکومت څخه مالي مرسته ترلاسه کوي.

د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه په هرو دوو اوونیو کې د هغو کسانو په معاشونو کې زیاتوالی راځي چې له حکومت څخه د تقاعد، معلولیت او پالونکو پیسې ترلاسه کوي. د بیلګې په توګه هغه کسان چې مجرد دي او دغه پیسې ترلاسه کوي، په معاش کې یې ۱۹.۶۰ ډالره او کوم کسان چې جوړه دي ۲۹.۴۰ ډالره زیاتوالی راځي.

د مجردو متقاعدینو اعظمي معاش په هرو دوو اوونو کې ۱۱۱۶ ډالره او ۳۰ سینټه او د هغو معاش چې د ژوند شریک لري ۱۶۸۲ ډالره او ۸۰ سینټه ته پورته کېږي.
Welfare payments 20 March.jpeg
د هغو کسانو په پیسو کې هم زیاتوالی راځي چې د کور د کرایې، جاب سیکر او اب سټدي (ABSTUDY) مالي مرسته ترلاسه کوي.

د مجردو والدینو لپاره په هرو دوو اوونو کې ۱۷ ډالره او ۵۰ سینټه زیاتوالی په پام کې نیول شوی دی.

د نوي شاخص پر اساس چې د مارچ په ۲۰مه پلي کېږي، د معاشونو او نرخونو له تنظیم سره به د عاید او شتمنیو اندازه هم لوړه شي.

د سینټرلینک په معاشونو کې د زیاتوالي او د عاید او شتمنیو د اندازې په اړه لا ډېر معلومات لوستلی شئ.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 4/03/2024 په 1:30pm
اپډیټ شوی 4/03/2024 په 1:37pm
سرچینه: AAP, SBS