د ويکټوريا ايالت صدراعظم ډينيل انډريوز وويل، د ملبورن ښار اوسيدونکي به راتلونکو ۶ اونيو لپاره کورنو کې بند ساتل کيږي او يوازې ضروري کارونو لپاره به خلک خپلو کورونو څخه د وتلو اجازه ولري.
ښاغلي انډريوز وويل، که چيرې دا سخت تدابير اوس وړاندې نشي، د کرونا ويروس به د ټولنې خلکو ترمينځ ډير چټکۍ سره خپور شي او حالت به لدې هم بد شي.
"ويکټوريا ايالت کې د کويډ-۱۹ نوې پيښې له کنټرول څخه بهر دي."
"اوسنيو نوو شميرو سره دا نا ممکنه ده ترڅو د مثبتو پيښو اړيکې وڅارل شي، ځکه نه دومره شمير کار کوونکي شته ترڅو دا کار وکړي او نه هم هغه کسان چې يونيفرم کې خدمات وړاندې کوي هغوی دا حالت کابو کولی شي، نو ځکه داسې سخت تدابيرو وړاندې کول مهم وه." انډريوز
ښاغلي انډريوز د کويډ-۱۹ مثبتو پيښو ډيريدو شاته د اوسيدونکو بې غوري او پر تګلارو نه عمل کول ياد کړل.
ښاغلي رسنيو سره خبرو کې وويل، ټوله شپه له روغتيا چارواکو او نورو مشاورينو سره يې پر دې مسلې بحث وروسته د ملبورن ښار تړلو پريکړې يې وکړه.
"دا دوه اړخونه لري، مرګ او ژوند. نړۍ کې داسې کسان کرونا ويروس څخه مړه شوي کوم چې روغ او سالمه ول. يو يا دوه کسان ندي مړه شوي بلکې ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی."
ملبورن ښار کې له ۱۹۱ نوو پيښو څخه ۱۳ يې حکومتي اپارتمانو کې موندل شوي.
ښاغلي انډريوز وويل، چارواکو پلان درلود چې د ۹ اپارتمانو اوسيدونکو کويډ-۱۹ لپاره معاينې وروسته به له يادو اپارتمانو څخه بنديز لرې کړي، ولې اوس ټول ملبورن باندې بنديز يو شان عملي کيږي، معنی دا چې له سبا شپې وروسته به هيڅوک پرته له کوم ضروري کار له کوره بهر وتلو اجازه ونه لري.
دا مهال ويکتوريا ايالت د کرونا ويروس ۷۷۲ فعال کيسونه لري.
بله خوا ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ايالتونو له نن شپې وروسته د پولې تړلو پريکړه وکړه.
۶۵۰ پوليس او ۳۵۰ ملي پوځ به د دواړو ايالتونو پولې تړل څاري.

Witness to the Melbourne Towers 'violations': what happened during the lockdown was against human rights and the rights of all people Source: AAP
-------------------------------------------------------------------------
اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: