پاکستاني الاصله اسټراليايي سناتوري ته ويل شوي بيرته خپل هيواد ته ستنه شه، هغې شکايت وړاندې کړ

د اسټراليا د ګرینز ګوند سناتورې د ون نيشن ګوند مشرې او سناتورې پر وړاندې د تبعيض شکايت وړاندې کړ. د دوه سناتورانو ترمينځ له هغه وروسته ناندرۍ زياتې شوې کله چې مهرين فاروقي د ملکې اليزابيت ۲ مړينې وروسته شاهي کورنۍ خلاف يو تويټ وکړ.

Mehreen Faruqi gazing towards the camera, uses her hands to communicate a point.

Mehreen Faruqi made a complaint against Pauline Hanson after the One Nation leader posted a tweet telling her to '"p--- off back to Pakistan". Source: AAP / Russell Freeman

Key Points
  • Mehreen Faruqi’s racism complaint against Pauline Hanson has been accepted by the Human Rights Commission
  • The Greens senator made the complaint to the commission over a tweet from the One Nation leader.
د آسټرالیا د بشري حقونو کمیسیون ټاکل شوی چې د ون نيشن مشرې پاولین هانسن په وړاندې د توکم پالنې شکایت وڅیړي.

د ګرين ګوند سناتورې مهرین فاروقي دا شکایت د سناتور هینسن له یو ټویټ وروسته کړی چې ویلي یې دي هغه باید "پاکستان ته ستنه شي".

د جمعې په سهار، د سناتور فاروقي دفتر وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د مهرين فاروقي شکایت منلی دی.

"هغو خلکو ته چې ویل شوي بیرته هغو ځايونو ته لاړ شئ له کوم ځای څخه چې راغلی هغې د نژاد پرستۍ زخمو نښې له ځانسره لري."
اغلې وايي،" نو ډېرو زه دې ته وهڅولم چې د سناتورې هانسن برید ځواب کړم."

"په دې ورځ او عصر کې، تاسو به د کار ځای داسې څه تجربه نه کړئ چې که کوم بل کارمند ستاسو پر وړاندې توکمیز سپکاوی وکړي او هغه سزا ونه ويني، ولې خواشينۍ سره د سناتورې هانسن پر وړاندې د سنا مجلس کوم اقدام ونه کړ."

ګرینز ګوند تیره میاشت په سنا مجلس کې د سناتور هانسن د غندلو هڅه وکړه مګر دا حرکت د حکومت او اپوزیسیون لخوا تعدیل شو چې پرځای یې د نژاد پرستۍ ټول ډولونه وغندل شول.
د سناتورې هانسن ټویټ د ملکې الیزابیت II د مړینې په اړه د سناتور فاروقي له څرګندونو وروسته پوسټ شوی.

سناتور فاروقي د سپتمبر په نهمه په ټویټر کې لیکلي: "د هغو کسانو سره خواخوږي چې ملکه پیژني."
اغلې فاروقي ليکلي، "زه نشم کولی د توکمپالنې امپراتورۍ مشرې ته ماتم وکړم چې د استعمار شوي خلکو غلا شوي ژوند، ځمکې او شتمنۍ باندې جوړ شوی."
سناتورې هانسن په ځواب کې ټويټ وکړ او لیکل شوي: "ستاسو چلند ما ویروي او خپه کوي. کله چې تاسو اسټرالیا ته مهاجرت وکړ نو تاسو له دې هیواد څخه هره ګټه پورته کړه.

"تا تابعیت اخیستی، څو کورونه مو اخیستي، او په پارلمان کې یې دنده ترسره کړې. دا ښکاره ده چې تاسو خوښ نه یاست، نو خپل بکسونه ډک کړئ او بیرته پاکستان ته لاړ شئ."

سناتورې هانسن خپل څرګندونو لپاره بخښنه نده غوښتې.
د آسټرالیا د بشري حقونو کمیسیون اس بي اس ته وویل چې پدې مسله تبصره نشي کولی.

شریکول
خپور شوی 7/10/2022 په 3:06pm
لخوا Jessica Bahr
سرچینه: SBS, AAP