سيدني ښار کې يو ۲۰ کلن ځوان له هغه وروسته ونيول شول چې نوموړي پر ګاليپولي جومات بريد وکړ او د ۱۰۰ زرو ډالرو تاوان يې واړوه.
سيدني ښار پوليسو ويلي، د يکشنبې په شپه د سيدني اوبرن ښارګوټي کې پر ګاليپولي جومات بريد شوی او بريد کې انتيک لوی څراغونه، ښيښې او ټلويزيون مات شوي.
پوليسو ويلي ياد کس يې ګيلفورډ سيمې څخه نيولی او د هغوی په وينا د نوموړي رواني ناروغي کيدای شي د ياد بريد تر شا يوه وجه اوسي.
د ګاليپولي ترکي کلتوري بنسټ وياند ويلي،د بريد پر مهال لږ شمير کسان په جومات کې ول او عبادت يې کاوه.

Auburn Gallipoli Mosque Source: ABC Radio Sydney: Dayvis Heyne
عبدالرحمن اسارګلو له ياد بريد وروسته ويلي، "ګاليپولي جومات سيدني ښار کې د ټولنې غوښتنو ته ځواب وايي او هم د ټولنو ترمينځ يووالي او سولې ته وده ورکوي."
د اسټراليا د څو کلتوريزو چارو سر پرست وزير الن تود ياد بريد غندلی او دا يې يو ناوړه عمل بللی.
ښاغلي وويل،" هر څوک چې غواړي مونږ سره وويشي هغوی به هيڅکله بريالي نشي."
نيو ساوت ويلز ايالت کې د ليبر ګوند مشرې جوډي مکي، د بريد غندلو ترڅنګ ويلي، لدې سره ټول اسټراليايان اغيزمن شوي.
ياد بريد کې کوم چاته ځاني زيان ندی رسيدلی.