د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته په ناڅاپي سفر تللی، د روسیه د یرغل یو کلن کلیزې دمخه اوکراين څخه د امريکا ملاتړ يو نمايشي انځور وړاندې کولو کوښښ شوی.
دا سفر پداسې حال کې ترسره کيږي چې روسي ځواکونو د اوکراين په ختیځ کې د لومړۍ لیکې په اوږدو کې پراخ بریدونه پیل کړی دی.
د دوشنبې په ورځ کله چې ښاغلي بایډن کییف ته سفر وکړ د اوکرایین په پلازمینه کې د هوایي بریدونو سایرنونه وغږول شول ، مګر د روسیې د توغندیو یا هوایي بریدونو راپور ندی ورکړل شوی.
ولسمشر ولادیمیر زیلینکسی وویل چې هغه او ښاغلي بایډن د لیدنې پر مهال د اوږد واټنه وسلو په اړه خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلی بایډن به پر روسیې د نورو بندیزونو او د اوکراین د پوځي ملاتړ اعلان وکړي.
ښاغلی بایډن یوه ورځ مخکې د اوکراین پلازمینې ته پداسې وخت کې ورسید چې ولسمشر ولادیمیر پوتین تمه ده چې پر اوکراين د يرغل يوې کليزې بشپړيدو په اړه یوه لویه وینا وکړي، او داسې هم تمه کیږي چې رغل دويم کال پيليدو سره به د روسيې اهدافو په اړه هم خبرې وکړي.
د روسيه او اوکراين جګړې پيل راهيسې دې هیواد ته د ښاغلي بایډن لومړی سفر دی.
کلیزه د سمبولیک اهمیت څخه ډیرې نوې خواوې هم بيانوي، هغه څه چې لویدیځ یې د جګړې تر ټولو وژونکي پړاو ته د هڅونې په توګه ګوري ځکه چې مسکو په زرګونو سرتیري او اجیر عسکر د ژمي برید ته اړوي.
روسیې په وروستیو اونیو کې د ختیځې جبهې کې تر اوسه لږې لاسته راوړنې ترلاسه کړه. کیف او لوېدیځ دې ته د یو فشار په سترګه ګوري چې ښاغلي پوتین هغه جګړه ونه ګټي چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې پیل کړې.