د اسټراليا لومړي سکاټ موريسن اسټراليا کې بې کاره کسانو لپاره حکومتي پيسو مرستې رقم او شرايطو کې د بدلون خبر ورکړ.
د کرونا ويروس وبا له پيل څخه د اسټراليا حکومت بې کاره کسانو لپاره دوه ډوله پيسو مرستې پروګرام وړاندې کړ، يو ته يې JobSeekers او بل ته JobKeepers نوم ورکړ.
JobKeepers پروګرام له لارې هغو کسانو ته حکومت لخوا پيسې يا تنخوا ورکول کيده کومو چې کويډ-۱۹ له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي ول، ولې دا پيسې همدې بې کاره کسانو ته د کارونو ځايو لخوا ورکول کيږي. ياد شوي پروګرام له مخه هره مياشت يو کس ته لږ تر لږه ۳۰۰۰ ډالر تنخوا يا حکومتي پيسو مرسته ورکول کيږي.
JobSeekers پروګام له مخه ټولو بې کاره کسانو ته چې د کار په لټه کې دي د حکومت لخوا د پيسو مرسته ورکول کيږي.
ياد پروګرام له مخه يو کس ته د مياشتې تر ۲۲۰۰ ډالر ورکول کيږي.
د اسټراليا حکومت د يادو پيسو ورکړې اعلان د روان کال مارچ مياشت کې وکړ او د ياد پروګرام موده يې د روان کال سيپټيمبر مياشت پورې وټاکله.
ولې اوس هم اسټراليا کې اقتصادي حالت ښه نه بريښي او حکومت پريکړه وکړه ترڅو د يادو پروګرامو ختم موده وغځوي او ځيني نوي شرايط يې وړاندې کړل.
دا شرايط په لاندې ډول دي.
اسټراليايان او د اسټراليا دايمي ويزې لرونکي کسان چې د JobSeeker پيسې ترلاسه کوي
د روان کال مارچ مياشت کې د اسټراليا حکومت بې کاره کسانو حکومتي پيسو مرستې رقم دوه برابره کړ، يعنې يو کس په يوه مياشت کې ۲۲۰۰ ډالر حکومتي پيسې ترلاسه کوي.

Prime Minister Scott Morrison has announced changes to the JobKeeper and JobSeeker payments. Source: AAP
سکاټ موريسن نن اعلان وکړ، دا پيسې به د روان کال تر پايه د مياشتې ۱۶۰۰ ته راټيټې شي. دا پدې معنی ده چې حکومت له مارچ مياشت راهيسې يې بې کاره کسانو پيسو کې د اونۍ ۵۵۰ ډالر ډيروالی راوست ولې روان کال پای کې به دا رقم ۳۰۰ ته راټيټ شي.
حکومت وايي، بې کاره کسان بايد يوه مياشت کې څلورو کارونو ته غوښتنليک ورکړي يا apply وکړي.
اګيسټ مياشت څخه د يادو پيسو ترلاسه کوونکو ملکيت او شتمني څيړل کيږي.
لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، د روان کال سيپټيمبر مياشت ۲۷ نيټې پورې به بې کاره کسان يا کار لټوونکي د مياشتې ۲۲۰۰ ډالر ترلاسه کوي.
د سيپټمبر مياشت ۲۷ نيټې څخه د ډيسيمبر مياشت وروستی نيټې پورې به بې کسان د د مياشتې ۱۶۰۰ ډالر ترلاسه کوي، يعنې اوسني پيسو رقم کې کمښت راځي.
اګيسټ مياشت ۴ نيټې څخه بايد بې کاره کسان په يوه مياشت کې څلورو کارونو لپاره غوښتنليک ورکړي او بله خوا سيپټمبر مياشت کې حکومت د همدې کسانو ملکيت او شتمني څيړنه کوي.
د اسټراليا د کار وزيره ميکايلا کاش او ټولنيزو خدمتونو وزيره ان رستن دواړو وويل، جاب سيکرز يا کار لټوونکي بايد کار برخه کې يو پلان باندې هوکړه وکړي، د کار لټه وکړي، ځيني فعاليتونه وکړي که چيرې ورته شرايط مناسب وي، که کار لټوونکي دا شرايط عملي نه کړي نو پيسې يې نه بنديږي.
هغه کسان چې خپل کار ادارې لخوا حکومتي پيسې يعنې د مياشتې تر ۳۰۰۰ ډالرو ترلاسه کوي، هغوی بايد مناسب کار ورکولو سره هغه کار بايد قبول کړي او کار وکړي.
د اګيست مياشت ۴ نيټې څخه که کوم کس چې د جاب کيپرز پيسې ترلاسه کوي هغه له کوم عذر پرته له کار کولو ډډه وکړي، پر هغوی پيسې بنديږي او بيا به څلور اونۍ انتظار کوي او بيا به پيسو ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک ورکوي.

Unemployment is expected to peak at nine and a quarter per cent. Source: AAP
اسټراليايان او د اسټراليا دايمي ويزې لرونکي کسان چې د JobKeepers حکومتي پيسې ترلاسه کوي
د اسټراليا حکومت د روان کال مارچ مياشت کې له هغو کاروبارونو سره د مرستې وکړ کوم چې د کويډ-۱۹ وبا له امله ډير ځپل شوي.
ياد پروګرام له مخه په شريطو برابر کاريګر او شخصي کاروباريانو سره هره مياشت ۳۰۰۰ ډالرو مرسته کيږي.
سکاټ موريسن وويل، د پيسو دا مرسته به د سيپټمبر مياشت ۲۷ نيټې پورې جاري وي ولې له يادې نيټې وروسته دا مرسته لږه او پر دوو برخو ويشل کيږي.
سيپټمبر مياشت ۲۷ نيټې څخه د ډيسيمبر مياشت ۳۱ نيټې پورې پوره وخت کارکوونکي به د مياشتې ۲۴۰۰ او نيمه وخت کار کوونکي به د مياشت۱۵۰۰ حکومتي پيسو مرسته ترلاسه کړي.
ملبورن ښار کې خلک کور بند شوي او يوازې کار، زده کړې، د نورو پالنه او ورزش لپاره له کوره بهر وتلی شي.
اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره واټن ولري. غونډو کې راټوليدو شرايط او شمير معلومولو لپاره خپل د ايالت وروستي معلومات ترلاسه کړئ.
که چيرې تاسې زکام ورته نښې لرئ د کويډ-۱۹ معاينه وکړئ او يا پر ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې زنګ ووهئ.
اس بي اس پر ۶۳ ژبو معلومات برابر کړي چې تاسې يې لدې ويبپاڼې لوستلی شئ.